لښکرګاه (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): په هلمند ولايت کې يوه سړي خپله مېرمن او يو کلنه لور وژلي او تښتېدلى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ګرمسېر ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي خان محمد خپله مېرمن او يو کلنه لور وژلي او په خپله تښتېدلى دى.
دى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ګرمسېر ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونيار نعمت الله پژواک اژانس ته وويل چې ياده کورنۍ په دې وروستيو کې له مارجې څخه د ګرمسېر ولسوالۍ مرکز ته راغلې وه.
د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکو ورته ويلي چې خان محمد تېره شپه خپله مشره لور او مور بل چېرې لېږلي و او بيا يې د شپې خپله مېرمن او کشره يو کلنه لور وژلي دي.
نعمت الله وايي، ګاونډيانو يې ورته ويلي چې ياد سړي له کورنۍ سره ښې اړيکې نه درلودې او هره ورځ به يې په کور کې شخړه رامنځته کېده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن