ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د نشه يي توکو پلور ازاد دی

په هلمند کې د نشه يي توکو پلور ازاد دی

author avatar
10 Jul 2016 - 12:34
په هلمند کې د نشه يي توکو پلور ازاد دی
author avatar
10 Jul 2016 - 12:34

لښکرګاه(پژواک،۲۰چنګاښ۹۵): په هلمند کې په نشه يي توکو روږدي کسان وايي چې تر هغه په بازار کې په ازاد ډول د دې توکو پير او پلور نه وي بند شوى، دوى نه شي کولى له دې توکو ځانونه وژغوري.

په هلمند په نشه يي توکو اخته محمد داوود د چنګاښ په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په ډيرو سيمو کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کيږي.

هغه وويل: (( زه شل کاله کيږي چې هيرويين څکوم او علت يې هم دا دى چې هيروئين په ازاده توګه پلورل کيږي.))

د هغه په وينا، امنيتي مسوولين د يادو توکو د پلور په مخنيوي کې بې پروايي کوي او يا هم د نشه يي توکو له کاروباريانو سره شريک  دي.

دغه راز په نشه يي توکو اخته مولا داد هم پژواک ته وويل چې د هلمند په هره سيمه کې په ډيرې اسانۍ سره هر ډول نشه يي توکي ترلاسه کېداى شي.

ده وويل: (( حکومت دلته هر څوک خپل سر ته پريښي دي، دلته مخدره مواد په ازاده  توګه خرڅيږي او هره ورځ لسګونه ځوانان په دې بد بخته موادو اخته کيږي.))

يو شمېر نورو روږدو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په جدي ډول د دې توکو د پير او پلور مخه ونيسي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي سردارولي پژواک ته وويل چې په سمنټي سيمه کې يوه مور او درې زامن په ښکاره نشه يې توکي پلوري.

ده وويل: ((دغه ښځه زرمينه نومېږي او دغه کور هم د زرمينې د کور په نوم مشهور دى، يو زوى يې لالى، بل يې متن او بل يې هم نعيم نومېږي.))

هغه دا هم وويل: ((دغه کور يوه وړه دروازه لري او د دروازې لاندې يو سورى دى خلک له دغه سوري څخه پيسې ننباسي او له هغې خوا ورته نشه يي توکي ورکول کېږي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د دروازې شا ته نجونې ناستې دي او دغه توکي د نجونو له خوا پلورل کېږي خو له خلکو سره ډېرې خبرې نه کوي.

د سردارولي په وينا تر اوسه پوليسو دوه ځلې په دې کور چاپه وهلې خو يوه يا دوه ورځې وروسته بيرته په دې کور کې دغه کار وبار روان شوى دى.

دغه راز په لښکرګاه کې يوې بلې سرچينې هم پژواک ته وويل چې د تور ټانګ او جټانو په سيمو کې هم دغه ډول کورونه شته چې نشه يې توکي پلوري، خو څوک يې مخه نه نيسي.

تر دې وړاندې د هلمند پخواني والي ميرزاخان رحيمي هم ويلي و چې يو شمېر حکومتي مسوولين د نشه يي توکو له کاروباريانو سره لاس لري، نو ځکه نه غواړي چې د دې توکو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

دغه شان د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده  هم تور پورې کړ  چې يو شمېر حکومتي مسوولين د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره لاس لري.

اخندازده د چا نوم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه: (( ګڼ شمېر ځوانان هره ورځ نشو ته مخه کوي او علت يې هم دا دى چې دلته د هر کور څنګ ته ساقي خانې دي او څوک يې مخه هم نه نيسي.))

په دې تړاو په هلمند کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور هم وويل چې په لښکرګاه ښار کې د نشه يي توکو ډير زيات پلورونکي شته دي.

هغه زياتوي: (( په دې اړه مې څو ځلې امنيتي چارواکو ته خبر ورکړ، خو څوک يې مخنيوى نه کوي، يواځې موږ سره ژمنې شوې دي، کوم اجرات تر اوسه نه دي شوي.))

د هغه دمعلوماتو له مخې، په تېرو څو مياشتو کې په لښکرګاه ښار کې يواځې دوه ځايه هيروئين پلورونکي د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

خو د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقارنور کينتوز پژواک ته وويل چې د نشه يي توکو له کر، قاچاق او کاروبار سره يې جدي مبارزه پيل کړې ده.

هغه وايي چې په لښکرګاه ښار کې د نشه يي توکو د پلور ١٨ سيمې يې په نښه کړې دي چې دوه تنه يې نيول شوي هم دي.

ده وويل: (( په دې برخه کې  به ډير ژر يو قوي پرمختګ وګورئ.))

ده ګواښ وکړ چې که امنيتي مسوولين د نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره لاس ولري، نو تر نيول کېدو وروسته به سخته  سزا ورکړل شي.

په هلمند کې د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د سلو زرو په شاوخوا کې د دې ولايت اوسېدونکي په نشه يي توکو اخته دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.