کابل (پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٥): د چين ، د څلور سکن دستګاوو په ګډون چې د کابل په دروازو کې به لګول کېږي، ۴۰۰ قلمه امنيتي تجهيزات کورنيو چارو وزارت ته وسپارل.
د کورنيو چارو وزير ډګرجنرال تاج محمد جاهد نن ددې تجهيزاتو ترلاسه کولو پرمهال وويل چې د چين تازه مرستې د کورنيو چارو وزارت له بنسټيزو اړتياوو څخه ګڼل کېدې.
د نوموړي په وينا، دې مرستو کې ٤٠ قلمه تجهيزات چې د سکن څلور دستګاوې هم په کې شاملې دي، د چاودېدونکو توکو پېژندلو او لېږد مخنيوي لپاره به د کابل ښار په څلورو دروازو کې نصب شي.
جنرال جاهد زياته کړه :" د کابل دروازو کې د سکن دې پرمختللو دستګاوو په لګولوسره به ښار ته د چاودېدونکو توکو د لېږد مخنيوى وشي."
د کورنيو چارو وزير ددې مطلب په څرګندولو سره چې د چين تازه د امنيتي توکو مرستې دا ښيي چې ياد هېواد له تروريزم سره د مبارزې او له افغانستان څخه د دوامداره ملاتړ غوڅه اراده لري، له دې هېواد څخه يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې نور تجهيزات هم د افغانستان په واک کې ورکړي.
کابل کې د چين خلکو سفير يايو جينګ (Yao Jing) چې دې مراسمو کې يې برخه درلوده، وويل :" موږ افغانستان کې د امنيت او ثبات لپاره هڅه کوو، څو با ثباته او امن ګاونډۍ ولرو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنيتي ځواکونو څخه مننه کوو."
هغه زياته کړه :" نن دلته راغلو څو دا امنيتي تجهيزات د چاودېدونکو توکو د کشف او شنډولو لپاره او د سکن څلور دستګاوې کورنيو چارو وزارت ته وسپارو."
د يايو جينګ په وينا، يوه ډله چينايي متخصصين موظف شوي ،څو ددې دستګاوو نصب او استفادې په تړاو له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د چين سفير زياته کړه چې دا ډول مرستې يې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره دوام مومي او په نږدې راتلونکې کې به دې برخه کې نورې مرستې هم افغانستان ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن