ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د وکيل حبيب افغان ساتونکى وژل شوى

د ولسي جرګې د وکيل حبيب افغان ساتونکى وژل شوى

author avatar
11 Jul 2016 - 13:11
د ولسي جرګې د وکيل حبيب افغان ساتونکى وژل شوى
author avatar
11 Jul 2016 - 13:11

محمود راقي (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥):  د کاپيسا چارواکي وايي، چې په  ولسي جرګه کې د کوچيانو د استازي حبيب افغان يو ساتونکى وژل شوى دى.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ياده پېښه د دويم کوهستان ولسوالۍ د کارېزک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د حکومت وسله والو مخالفينو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي حبيب افغان پر يو ساتونکي جميل  بريد کړى او هغه يې وژلى او يو ورور يې ټپي کړى دی.

د نوموړي په وينا، په ځوابي ډزو کې د وسله والو يو قوماندان عبيدالله هم وژل شوى دى.

قادري وويل چې عبيدالله له تېرو دوولسو کلونو راهيسې د دويم کوهستان او د کاپيسا په مرکزي سميو کې په بمونو او چادونو کې لاس درلود.

د يادونې ده، څه موده مخکې په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي حاجي اقبال صافي يو ساتونکى هم په يو وسله وال بريد کې وژل شوى و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.