کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت رياست وايي چې کابل ښار کې يې د ځانمرګو او نورو بريدونو په تړاو درې کسيزه ډله له ماينونو او نورو توکو سره نيولې ده.
د ياد رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې حسین احمد مشهور په شاهد، شهید احمد مشهور په بشیر احمد او حکمت الله مشهور په مصطفی نيول شوي کسان دي.
سرچينه زياتوي چې دغه کسان د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د یو لړ عملیاتو پر مهال د کابل ښار د نهمې ناحیې په خواجه رواش سیمه کې نيولي دي.
په خبرپاڼه کې د دې کسانو د نورې پېژندګلوۍ او د هغوى د نيونې د وخت په اړه څه نه دي راغلي.
د ملي امنيت رياست ليکي، يادو کسانو منلې چې د کابل ښار په شهرنو سيمه کې د يو کې سپورټ د مالک پر موټر په چاودنه، د کابل ښار په یکه توت سیمه کې د پولیسو پر موټر په چاودنه، د یک تلوېزیون د امتیاز د څښتن فهیم هاشمي د کور مخې ته د ماین په چاودنه او د ملي امنیت ریاست د یو کارمند په وژنه کې لاس لري او يو ځانمرګى يې په کور کې ساتلى دى.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو کسانو سره څلور تومانچې، د ټېلیفون پر سیستم عیار شوي ۲۱ ماینونه، د ماین پر سیستم برابرې د راکټ درې سرګلولې، دوه لاسي بمونه، د ماین د رېموټ کنټرول پنځه تختونه، د واټرجېل په نوم د چاودېدونکو توکو اووه لولې، اووه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، دوه کمپیوټر، دوه سوزکي موټر او دوه موټرسایکلونه ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن