ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نبیل له حقاني او طالبانو سره د پاکستان د اړیکو اسناد په ډاګه کړل

نبیل له حقاني او طالبانو سره د پاکستان د اړیکو اسناد په ډاګه کړل

author avatar
14 Jul 2016 - 18:58
نبیل له حقاني او طالبانو سره د پاکستان د اړیکو اسناد په ډاګه کړل
author avatar
14 Jul 2016 - 18:58

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ځيني اسناد او شواهد له يوې ليکنې سره يو ځاى د رسنيو په واک کې ورکړي چې له حقاني ډلې او طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې اړيکې ثابتوي.

نبيل دغه ليکنه او سندونه د چنګاښ په ٢٤مه د پژواک خبري اژانس په ګډون يو شمېر رسنيو ته په واک کې ورکړي دي.

هغه په دې ليکنه کې ويلي، له هغو لومړيو چې پاکستان د مذهبي ايډيالوژۍ پر بنسټ جوړ شو، هڅه يې وکړه چې له مذهبي افراطيت او ترهګرۍ څخه د خپلو نورو پوځي ځواکونو تر څنګ د خپلې وجودي نظريې د ساتلو په موخه د وسيلې په توګه ګټه واخلي.

هغه زياته کړې، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري پر مهال دغه هېواد د افغانستان د مجاهدينو د سمبالښت په پلمه د امريکا په مرسته خپل پوځ تجهيز کړ او د وسله والو د جذب، ښوونې او روزنې او د افغانستان جهاد د پياوړتيا په نوم يې د زرګونو ديني مدرسو بنسټ کېښود.

نبيل ويلي چې په پاکستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې ديني مدرسې چې ډېری يې د افراطي اسلام او تاوتريخوالي په ترويج بوختې دي، فعالې دي، دغه راز ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له يادو مدرسو وسله وال جذبوي.

هغه زياته کړې، د حقاني شبکه يوه له ترهګرو شبکو څخه ده چې د افغانستان د جهاد پر مهال د پاکستاني پوځيانو د پام وړ وګرځېده او د وخت په تېرېدو سره د هغه هېواد د نظامي استخباراتو د پياوړي مټ په توګه (لکه لشکر طيبه چې د هند پر وړاندې ترې ګټه اخلي) د القاعده شبکې د ودې او پياوړتيا او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو، د افغانستان حکومت او خلکو پر وړاندې د جګړې د خونړۍ کېدو په موخه ترې ګټه واخيسته.

په ياده ليکنه کې د ملي امنيت پخواني رييس د پاکستان د پوځ له خوا ترسره شوي د"ضرب غضب" د عملياتو په اړه هم په تفصيل سره رڼا اچولې چې د افغانستان پر ضد يې ترسره کړي دي.

هغه زياته کړې چې د پاکستان له ليدلوري ښه طالبان (د حقاني شبکه) د ((ضرب غضب)) په عملياتو کې ونه ځپل شول،‌ بلکې پاکستاني پوځيانو د عملياتو تر پيل مخکې د دې شبکې جګړه مار، کورنۍ، وسلې او تجهيزات هم امن ځای ته ولېږدول.

نبيل داسې اسناد رسنيو ته وړاندې کړي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) اړيکې له حقاني شبکې، کوېټې شورا او طالبانو سره ثابتې شوې دي.

په دې ليکنه کې رحمت الله نبيل د ملي يووالي حکومت پر هغو اقداماتو نيوکه کړې چې په لومړي سر کې يې له پاکستاني پوځ سره وکړل او پر هغوى يې باور کړ.

هغه زياته کړې: ((متاسفانه د ملي يووالي حکومت په يو اړخيز ډول په څو مواردو کې د نه باور وړ، حتى په ډېرو مواردو کې د ملي ګټو خلاف امتيازات د دغو غير شفافو مجلسونو په پايله کې د پاکستان پوځيانو ته ډالۍ کړل، پرته له دې چې هېڅ ډول امتياز د پاکستان له لوري افغانستان ترلاسه کړي.))

نبيل يو شمېر هغه سندونه هم د رسنيو په واک کې ورکړي چې د ده په وينا، د افغانستان په ورانولو کې د پاکستاني پوځيانو لاس ښيي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.