مزار شريف (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥) : چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په بلخ ولايت کې يو څارنوال وژلى دى.
د دې ولايت د چهاربولک ولسوالۍ يو تن دولتي چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال د دولت اباد ولسوالۍ مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د عبدالله په نامه يو خدمتي سپين ږيرى څارنوال په خپل موټر کې روان و چې نامعلومو وسله والو پر هغه ډزې وکړې او وژلى يې دى.
دى وايي چې وژل شوى څارنوال په دولت اباد او چهاربولک دواړو ولسواليو کې دنده ترسره کوله.
د عبدالحليم په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د څارنوال عبدالله موټر هم سوځېدلى دى.
دى وايي چې د هغه جسد د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوى دى.
خو د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني په دولت اباد ولسوالۍ کې د څارنوال د وژل کېدو خبر رد کړ او ويې ويل چې هلته هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې.
د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن