ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترينکوټ کې د پنځو پروژو کار پيل شو

په ترينکوټ کې د پنځو پروژو کار پيل شو

author avatar
14 Jul 2016 - 19:40
په ترينکوټ کې د پنځو پروژو کار پيل شو
author avatar
14 Jul 2016 - 19:40

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ٤٣ ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو پروژو کار پيل شو.

د یادو پروژو د بنسټ ډبره، نن د مرکز ترینکوټ اړوند په بېلا بېلو سیمو کې د مسوولینو له خوا کېښودل شوه.

د اروزګان والي محمد نذیر خروټي وویل، یادې پروژې په مرکز ترینکوټ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ پلي کېږي، چې ورسره به ٤٠٠ کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به یې له ګټو څخه اته زره کورنۍ برخمنې شي.

ده زياته کړه، په یادو پنځو پروژو کې څلور د اوبو سربندونه او یو هم د پاکو اوبو لپاره زېرمه جوړونه ده، چې ټول مالي لګښت یې ۴۳ میليونه افغانۍ دى او د ملګرو ملتونو د پراختیایې بودیجې له خوا ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د دې پروژو په سرته رسېدو سره به د کروندګرو شته ستونزې هوارې او هغه سلګونه زده کوونکي، چې دا مهال پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، هم د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شي.

د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست زلمي الکو وویل، دغه پروژې په مرکز ترینکوټ کې د خلکو په غوښتنه پلې کېږي او خلک کولى شي وخت په وخت د پروژو له روان کار څخه څارنه وکړي او د دوى ریاست په جریان کې واچوي.

له بلې خوا عام اوسېدونکي هم له اړوندو ادارو څخه خوښي ښيي، چې په سیمو کې یې ګټورې پروژې پلې کوي، خو وایي، باید مسوولې ادارې وخت په وخت د خپلو پروژو لیدنه وکړي، ځکه په وینا یې چې څو کاله وړاندې یې هم په سیمو کې یو شمېر پروژې پلې شوې وې، خو د لنډې مودې په تېرېدو له منځه لاړې.

د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي نظرمحمد پژواک ته وویل چې درې کاله مخکې د دوى د ویالې سربند د دولت له خوا جوړ شوى و، خو په هماغه کال  کله چې په ژمي کې سېلابونه راغلل، نو سربند یې یووړ.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې اوسنۍ پروژې په پاخه او اساسي ډول سرته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.