ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې لومړنى مصنوعي چمن د ګټې اخيستنې وړ  ګرځي

په هرات کې لومړنى مصنوعي چمن د ګټې اخيستنې وړ ګرځي

author avatar
14 Jul 2016 - 17:45
په هرات کې لومړنى مصنوعي چمن د ګټې اخيستنې وړ  ګرځي
author avatar
14 Jul 2016 - 17:45

 هرات (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): هرات کې د فيفا په مرسته لومړنى مصنوعي ورزشي چمن تر راتلونکو دوه اوونيو پورې ګټې اخيستو ته سپارل کېږي.

 د هرات د المپيک کمېټې سرپرست قدير جويا له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د هرات د سټېډيم مصنوعي چمن د جوړولو پروژې کار چې د فيفا په مرسته او د هېواد د فوټبال ملي فدراسيون په همکارۍ پيل شوى، ډېر ژر به پاى ته ورسيږي.

 هغه زياته کړه، چې د يادې پروژې قرارداد کوم ايټالوي شرکت ته سپارل شوى دى.

نوموړي وويل: "د هرات د ورزشي سټيډيوم مصنوعي چمن کار بشپړ شوى دى، تر پنځلسو ورځو پورې به ګټې اخيستو ته وړاندې شي او موږ په هرات کې د فيفا له نړيوال فدراسيون پلاوي دا هيله لرو چې دغه دهرات ورزش کوونکو او د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون ته ورکړي."

 جويا دغه راز وويل، چې دغه ورزشي چمن شا وخوا ١٠٧ متره اوږدوالى او ٧٥ متره پلنوالى لري، چې پرې دې سربېره جانبي سيمې هم لري چې د ګول شا او څنډې پکې شاملې دي چې په دغو برخو کې له دويمې درجې مصنوعي چمنونو ګټه اخيستل شوې، څو اصلي چمن ته زيان ونه رسيږي.

 د هرات د ورزشي ادارې سرپرست په وينا، د ياد ورزشي چمن د جوړولو د امکاناتو ټولې چارې د ايتاليوي شرکت په غاړه دي.

 د هغه په وينا، د دغه مصنوعي چمن په ګټې اخيستو سره به په ياد ډګر کې د ورزش کوونکو ستونزې حل شي.

 جويا د هرات ورزشي سټيډيوم د مصنوعي چمن پروژې د لګښت په اړه بې اطلاعي وښوده.

 د هرات د ورزشي ادارې سرپرست وويل، چې د کابل له ورزشي چمن سره د هرات د ورزشي چمن يوازېنى تفاوت په دې کې دى چې د هرات د ورزشي سټېډيوم د نښترو په ونو پوښول شوى چې ياد ورزشي سټېډيوم ته يې ښکلا وربخښلې ده.

 نوموړي د دولتي ورزشي جمنازيوم نشتون د يادې ادارې له ستونزو وبلل او ويې ويل چې په هرات ولايت کې چې په هرات کې له ٤٦ څخه د زياتو تمريناتو لپاره يو ورزشي جمنازيوم شتون لري.

 نوموړي زياته کړه: "د ورزشي ځايونو د نشتون له امله همېشه ورزش کوونکي ځوريږي او د امنيت نشتون د ورزش کوونکو له بلې ستونزې بلل کېږي."

 هغه وويل: "که چېرې زيات ورزشي ميدانونه ولرو، د هرات په ورزش کوونکو کې به ډېر پرمختګونه رامنځته شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.