کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېل ولايتونو کې ٦٢ وسله وال مخالفين او ٧ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ننګرهار، پکتيکا، ميدان وردګو، غزني، کندهار، فراه، بدخشان، تخار او هلمند ولايتونو ګډ تعرضي او تهاجمي عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي، په دې عملياتو کې ټولټال ٦٢ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٢٨ نور ټپيان دي او دوه تنه نيول شوي دي.
سرچينه وړاندې کاږي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مخالفينو پنځه قومندانان او د هغوى ١٥ کسان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي. دغه راز د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ٢٣ طالبان وژل شوي او د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې نهه وسله وال وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې همدارنګه د ننګرهار په کوټ، د پکتيکا په برمل او اورګون، د ميدان وردګو په چک او د غزني په مقر ولسواليو کې لس وسله وال وژل شوي او ١٢ ټپيان دي.
سرچينې ويلي، په يادو شويو عملياتو کې د ملي اردو ٧ سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
وسله والو مخالفينو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بمبار کړى او په کې شل ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه زياتوي، چې نن سهار د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې يې بريدونه کړي او ګڼ شمېر عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن