ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د خانشین خلک د پولیسو په یونیفورم کې وسله والو غلاوو اندېښمن کړي

د هلمند د خانشین خلک د پولیسو په یونیفورم کې وسله والو غلاوو اندېښمن کړي

author avatar
16 Jul 2016 - 15:20
د هلمند د خانشین خلک د پولیسو په یونیفورم کې وسله والو غلاوو اندېښمن کړي
author avatar
16 Jul 2016 - 15:20

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۵): د هلمند د خانشين ولسوالۍ ځیني اوسيدونکي وايي چې د لارې په اوږدو کې د پوليسو په يونيفورم کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

د خانشين ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د يادې ستونزې له امله نن (د چنګاښ ٢٦مه) مرکز لښکرګاه ته ورغلي وو.

د دغو کسانو له ډلې عبدالمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د خانشين- لښکرګاه په لويه لار وسله والې غلاوې کېږي.

هغه وايي چې په دې وروستيو کې دغه غلاوې بېخې ډېرې شوې او خلک يې سخت په تنګ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((ځيني وختونه دغه غله د پوليسو يونيفورم کې وي، له خلکو سره بد چلند کوي او که چا سره پيسې نه وي د مرګ ګواښونه ورته کوي.))

د ده په وينا، که هر څه ژر دغه ستونزه هواره نه شي نو خلک اړ دي د خپلو ستونزو د حل په موخه له ډيورنډ کرښې هاخوا ولاړ شي.

د خانشين ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې دغه غله له امنيتي پوستو سره په نږدې سيمو کې ولاړ وي.

ده وويل: ((له دې څخه معلومېږي چې دغه کسان هم امنيتي کسان دي ځکه څو ورځې وړاندې د وير په نوم پوځي اډې ته نږدې امنيتي کسان هم وو، خارجيان هم وو خو غلو خلک له موټرو څخه ښکته کول او پيسې ترې اخيستې.))

د خانشين- لښکرګاه پر لويه لار موټر چلوونکي عبدالباري پژواک ته وويل: ((ډېر وخت دغه غله له مسافرو پیسې اخلي، که  پیسې  پیدا نه کړي، د مرګ او په موټر کې په شته ښځو د جنسي بريد ګواښونه کوي.))

ده وويل که د دې غلو مخه ونه نيول شي نو د خانشين خلک به ونه شي کولاى چې لښکرګاه ښار ته ورشي.

ديادې ولسوالۍ يو شمير نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې امنيتي مسوولين بايد دغه ستونزې هوارې کړي.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز هم په دې لاره کې وسله والې غلاوې رد نه کړې خو زياته يې کړه : ((ډېر وخت د افغان دولت وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو د بد نامولو لپاره دغه شان کارونه کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.