ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په زابل کې دوه ښوونکي وژلي

وسله والو په زابل کې دوه ښوونکي وژلي

author avatar
16 Jul 2016 - 12:18
وسله والو په زابل کې دوه ښوونکي وژلي
author avatar
16 Jul 2016 - 12:18

کلات (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې د یوه ښوونځي دوه ښوونکي وژل شوي دي.

د پوهنې رياست چارواکي وايي، دغه بريد د سيوري ولسوالۍ د بولان بابا د ښوونځي پر ښوونکو شوی دی.

د پوهنې رييس رحيم الله لودين د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازديګر د سيوري ولسوالۍ د بوره ګۍ په سيمه کې دوه ښوونکي له ښوونځي د تفريح لپاره وتلي وو چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې لومړى دواړه ښوونکي ټپيان شوي وو چې د پوليسو له لوري د کلات روغتون ته ولېږدول شول، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پوهنې رييس وايي، زده کړه د هر ماشوم حق دی او هېڅوک بايد پر تعليمي ادارو، ښوونکو او د دوى پر اړوندو وسايطو بريد ونه کړي.

د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حقبيان پر ښوونکو شوی بريد په کلکو ټکو غندي او وايي دا کار د دولت وسله والو مخالفينو کړی دی .

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.