اسعداباد (پژواک، ٢٧چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ کې د باران او سېلابونو له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
په کونړ کې له پېښو سره د مبارزې رييس غلام علي ثبات د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ولايت په مرکز اسعداباد، ناړۍ او وټه پور ولسواليو کې سخت باران وشو.
هغه زياته کړه چې تر بارانونو وروسته راغلو سېلابونو يو جومات زیانمن کړى او ١٦ کورونه يې زيانمن کړي دي.
د نوموړي په وينا، دغه راز سېلابونو د خلکو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه چې په کې شولې، جوار او نور شيان کرل شوي وو، هم له منځه وړي دي.
خو ثبات وايي چې د باران او سيېابونو له امله خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى.
د ولايت د مرکز يوه اوسېدونکي ذبيح الله باران پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې شپې د باران له امله يې د کور څلور خونې نړېدلې او له مالي زيان سره مخ شوی دی.
هغه له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې رييس غلام علي ثبات وايي چې دوى د زيانمنو کورنيو پر سروې کار کوي او ډېر ژر به ورسره مرستې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن