کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): ډاکټر عبدالله عبدالله د امريکا د ګډو ځواکونو له مشر سره د ناستې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا او پياوړتيا ټينګار وکړ.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې چې نن (د چنګاښ ٢٧ مه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن هم ګډون درلود.
سرچينې زياته کړې چې په ناسته کې د افغانستان حکومت اجرايي رييس، افغانستان ته د امريکا ګډو ځواکونو مشر له راتګ هرکلى وکړ، له افغانستان او د هېواد له وسله والو ځواکونو سره د امريکا متحده ايالاتو او د دغه هېواد د ځواکونو له همېشنۍ همکارۍ مننه وکړه او په افغانستان کې د ثبات ټينګښت او د ګډ دښمن په توګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو تر منځ د دوه اړخيزې همکارۍ پر پياوړتيا او دوام ټينګار وکړ.
ډاکټر عبدالله د افغانستان وسله وال ځواکونه د افغانستان وياړ وبلل او د طالبانو او ترهګرو د بريدونو پر وړاندې په خپلواکه توګه له هېواده د هغوى د دفاع ستاينه وکړه.
نوموړي د وارسا په ناسته کې د افغانستان له وسله والو ځواکونو په يوه غږ سره د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا له هر اړخيز ملاتړه د ستاينې او مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې دغه ځواکونه د خلکو او حکومت په ملاتړ د بهرنيو هېوادونو د يرغل مخنيوى او له هېواده دفاع کولى شي.
جنرال ډنفورډ له افغان حکومت، خلکو او اجرائيه مشر څخه د مننې تر څنګ د افغانستان د وسله والو ځواکونو له وړتيا او له خپلې خاورې د هغوى د دفاع او د ترهګرې پر وړاندې د هغوی د جګړې ستاينه وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه چې امريکا به د افغانستان له وسله والو ځواکونو سره خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکوي او هوډ لري چې د افغانستان هوايي ځواکونه په هر اړخيز ډول تجهيز او پياوړي کړي.
په دې ناسته کې د وروستيو امنيتي بدلونونو پر ارزونې سربېره د افغانستان د سيمه ييزو اړيکو، د افغان حکومت د اصلاح پروګرامونه او د ترهګرۍ پر وړاندې ګډو هلو ځلو په اړه خبرې اترې وشوې.
د ويلو ده چې جنرال ډنفورډ له دې وړاندې په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن