ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي

لوګر کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي

author avatar
18 Jul 2016 - 12:13
لوګر کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي
author avatar
18 Jul 2016 - 12:13

پل علم- کندهار (پژواک، ٢٨ چنګاش ٩٥): په لوګر او کندهار ولايتونو یو ناپېژاند وسله وال او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د څرخ ولسوالۍ د خروټو په سيمه کې د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه دواړو کسان پر موټرسايکل سپاره وو، بازار ته تلل چې ماين پرې چاودونه کړې او دواړه وژل شوي دي.))

هغه تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري امنيتي ځواکونو ته ايښودل شوى و خو ملکي خلک پرې برابر شول.

د څرخ ولسوالۍ د دښت کلي اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل: ((دغه دوه کسان پلار او زوى وو چې بازار ته د سودا لپاره روان وو چې ماين پرې چاودلى او دواړه ټوټه ټوټه شوي دي.))

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې له وژل شوو څخه يو يې وليد نومېږي او د څرخ ولسوالۍ د دښت ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکى و.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندهار ښار کې يو ناپېژاندی وسله وال وژل شوى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک ته وويل چې دوو ناپېژاندو وسله والو د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنيت په ځواکونو بريد کړى دی.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت ځواکونو په ځوابي ډزو کې يو وسله وال وژل شوى او يو بل تښتيدلى دى.

ده وويل چې له وژل شوي کس څخه دوه ميله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د ملي امنيت يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.