ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د نهو ښوونځیو د احاطې دېوالونه جوړ شول

لوګر کې د نهو ښوونځیو د احاطې دېوالونه جوړ شول

author avatar
18 Jul 2016 - 14:19
لوګر کې د نهو ښوونځیو د احاطې دېوالونه جوړ شول
author avatar
18 Jul 2016 - 14:19

پل علم (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۵): د لوګر د پوهنې رياست وايي چې د نهو ښوونځيو د احاطې دېوالونو د جوړونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د پوهنې رياست ویاند محمد شاپور عرب د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خواجه انګور، خواجه بلند، خروټي، ملاکۍ، پسپیچک، میرک، پنګرام، نو شهر او کرمابه د ښوونځو لپاره د احاطوي دېوالونو د جوړونې چارې بشپړې شوې.

عرب وایي: ((دغو ښوونځیو تر دې وړاندې احاطې نه درلودې او د زده کړو پر مهال یې زده کوونکي او ښوونکي خوندي نه وو چې په دې سره به یاد ښوونځي د امنیت له پلوه تر ډېره بریده خوندي شي.))

د هغه په وينا، پر دې پروژو ۱۷ میليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د نړيوال بانک له لوري ورکول شوی او چارې یې د پوهنې رياست له لوري ترسره شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، چې همدا اوس مهال د شپږو نورو ښوونځیو د احاطې دېوالونو د جوړونې چارې روانې دي او په پلان کې ده چې سږ کال د  ٤٠ نورو ښوونځيو د احاطې دېوالونه هم جوړ شي.

د پنګرام د منځني ښوونځي استاد سید باقر پژواک ته وویل: ((موږ د خپل ښوونځي د احاطې پر جوړېدو ډېر خوښ یو.))

د هغه په وينا، تر دې وړاندې دغه ښوونځي د احاطې دېوال نه درلود چې د امنيتي ستونزو تر څنګ ډېرى وخت به زده کوونکي په پټه له ښوونځي تښتېدل.

هغه هيله وښوده چې د دغه دېوال په جوړېدو سره به تر يو بريده يادې ستونزې کمې شي.

د یادونې ده، اوس مهال د لوګر له څه باندې درې سوه ښوونځيو له ډلې اتيا يې د احاطې دېوالونه لري او اتيا نور ودانۍ نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.