ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د سېلاب زیان معلومولو ته کمېټه ټاکل شوې

خوست کې د سېلاب زیان معلومولو ته کمېټه ټاکل شوې

author avatar
19 Jul 2016 - 09:31
خوست کې د سېلاب زیان معلومولو ته کمېټه ټاکل شوې
author avatar
19 Jul 2016 - 09:31

خوست ښار (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): د خوست چارواکي د دغه ولايت د سېلابونو له امله د تلفاتو په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکوي.

که څه هم ځينو ولايتي چارواکو په لومړيو کې د مړه شوو شمېر ۱۷ کسان ښودلی و، خو د والي وياند لږ مخکې پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه دوی ته د اوو کسانو د مړينې خبر رسېدلی دی.

د خوست له پېښو سره د مبارزې سرپرست شادم هلال د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې پرون د خوست ښار اړوند د هارون خېلو په سيمه او په يعقوبيو ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه چې پرون په دغه ولايت کې تر سختو ورښتونو وروسته په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه راوتلي وو.

د هلال په وينا، يو فلاينګ کوچ موټر چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې يې مسافر خوست ښار ته لېږدول، د ښار اړوند د هارون خېلو په سيمه کې اوبو وړى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ اته او د بلې کورنۍ دوه غړي مړه شوي چې په مړو کې څلور ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي.

هلال دغه راز وويل چې د دغه ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ کې هم سېلابونو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د والي وزياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک ته وويل چې دوى ته يواځې د اوو کسانو د مړينې راپور ورکړل شوى دى.

هغه زياتوي، د ځينو نورو کسانو د مړينې په اړه هم غير رسمي معلومات ور رسېدلي، خو د کره والي لپاره د والي د مرستيال په مشرۍ يوې کمېټې څېړنې پيل کړې دي.

نوموړي وويل: ((دغه اووه کسان د يعقوبيو ولسوالۍ په خلبېسات سيمه کې داسې مهال سېلاب وژلي دي چې موټر يې په خوړ کې بند پاتې شوی و،))

ځدراڼ زياته کړه چې په مړه شوو کې پنځه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي چې ټول يې د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي همدارنګه وويل، لس نور هغه کسان چې په اوبو کې بند پاتې وو، د افغان ملي امنيتي ځواکونو په مرسته ژغور ل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.