ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالۍ د صنفي جوازونو د وېش سيستم برېښنايي کېږي

د کابل ښاروالۍ د صنفي جوازونو د وېش سيستم برېښنايي کېږي

author avatar
19 Jul 2016 - 16:49
د کابل ښاروالۍ د صنفي جوازونو د وېش سيستم برېښنايي کېږي
author avatar
19 Jul 2016 - 16:49

کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): کابل ښاروالي د عوايدو د ډېروالي او له اداري فساد نه د مخنيوي په موخه د امريکا متحدايالاتو په مالي مرسته او د ((ډيموکراسي انټرنينشل)) بنسټ په تخنيکي مرسته د صنفي جوازونو د وېش برخه ډيجيټلي کوي.

د دې پروژې د عملي کولو قرارداد نن د کابل ښاروالۍ د سرپرست عبدالله حبيب زي او د ديموکراسۍ انټرنېشنل بنسټ (DI)  د مشر تر منځ لاسليک شو.

دغه بنسټ د قانون حاکميت، غوره حکومتولۍ، ټاکنو او  ولسواکۍ لپاره  د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې فعاليت لري.

د دغه بنسټ مشر ذکريا بارکزي د کابل ښاروالۍ د  يادو پروژو په اړه وويل چې دا پروژې ((د مدني حساب ورکونې لپاره د موثرو اصلاحاتو مخته وړل)) د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې له خوا (USAID) تمويلېږي.

د ده په خبره، دا پروژه د افغانستان د حکومت لپاره د اداري فساد د کمښت په برخه کې مرسته ده چې د هېواد وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه وړاندې کېږي.

بارکزي زياته کړه چې د قرارداد پر بنسټ، ديموکراسي انټرنېشنل بنسټ د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو په چمتو کولو، د کارکوونکو د روزنې او د اسنادو د ساده کولو په برخه کې  تخنيکي مشورو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې دغه بنسټ له کابل ښاروالۍ نه د خلکو د غوښتنو د ترلاسه کولو په موخه نظر پوښتنې پيلوي  او پايلې به يې له ښاروالۍ سره شريکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.