ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ګردېز- پټان لویه لاره تړلې ده

طالبانو د ګردېز- پټان لویه لاره تړلې ده

author avatar
19 Jul 2016 - 11:24
طالبانو د ګردېز- پټان لویه لاره تړلې ده
author avatar
19 Jul 2016 - 11:24

ګردېز (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): وسله والو طالبانو له تېرې ورځې راهيسې د ګردېز- پټان لويه لاره د مسافرو پر مخ تړلې ده چې له امله يې دواړو لورو ته سلګونه کسان او موټر بند پاتې دي.

د سيمې خلک وايي، دغه لاره د ميرزکې ولسوالۍ د انډوام په سيمه کې له تېر ماښام راهيسې وسله والو طالبانو بنده کړې چې دواړو خواوو ته يې سلګونه عام وګړي چې ورځنی تګ راتګ کوي د لارې خلاصېدو په انتظار دي.

په ګردېز ښار د څمکنيو او نورو ولسواليو د موټرو په تمځايونو کې زيات شمېر خلک د لارې خلاصون په تمه ناست دي او له دولته غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته د حل لاره ولټوي.

يوه مسافر اکبرګل پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ پرون له کابله راغلي يو او ځاځي اريوب ولسوالۍ ته ځو، خبر مو ترلاسه که چې لاره بنده شوې  او موږ هم بند پاتې يو.))

نوموړي له دولت او وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې لويې لارې دې د خلکو پر مخ نه بندوي؛ ځکه چې په دې لاره د شپږو ولسواليو خلک تګ راتګ کوي او له ګڼو ستونز سره مخ کېږي.

دغه راز د ميرزکي ولسوالۍ د انډوام سيمې اوسېدونکي روزالدين پژواک ته وويل چې تېر مازديګر په سيمه کې وسله والو دوه پلونه والوځول او د غره له سره يې ډزې هم وکړې.

دی وايي طالبانو په لوډ سپېکر کې اعلان وکړ چې څوک لويې لارې ته راښکته نه شي او نه هم پرې تګ راتګ وکړي.

هغه وايي: ((اوس يو خوا ته هم څوک نه شي تللى، لاره بنده ده، خلک په ډېر مشکل دي.))

دی وايي، خلک د جګړې وېره لري ځکه تېر کال هم په دې ځای کې جګړه شوې وه.

د ميرزکې په ولسوالۍ کې دولتي چارواکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې پرون مازديګر وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په انډوام سيمه کې دوه پلونه پر بمونو الوځولي او لاره يې بنده کړې ده.

دغه سرچينه  وايي، د طالبانو له فعاليته داسې ښکاري چې دوی غواړي په سيمه کې څه لوبه جوړه کړي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل هم وايي چې لاره تړلې ده خو د لارې د خلاصون په موخه سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.