کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د کرکټ د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو دوه په دوه مساوي پاى ته ورسېده.
د ايرلينډ لوبډلې تېره شپه پنځمه او وروستۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه له په زړه پورې سيالۍ وروسته د ١١ منډو په توپير سره وګټله.
د پنځمې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه، خو لومړى يې د توپوهنې ايرلينډ ته ورکړه، د ايرلينډ لوبډلې د لومړني لوبغاړي جوايس د ١٦٠ مند، په زړه پورې لوبې له امله افغانستان ته په ٥٠ اورونو کې د ١٦٥ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري دولت ځدران دوه، يمين احمدزي، ميرويس اشرف او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول.
ملي لوبډلې کله چې د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پيل کړه، نو په لومړي سر کې يې پياوړي لوبغاړي محمد شهزاد، جاوېد احمدي، رحمت شاه، ګلبدين نايب، اصغر ستانکزى او محمد نبي وسوځول په ١١٩ منډو د افغانستان شپږ لوبغاړي سوځيدلي وو، خو وروسته راشد خان او نجيب الله ځدران په زړه پورې لوبه وکړه او دافغانستان منډې يې تر ٢٠٠ واړولې. خو دغه دواړه لوبغاړي او ميرويس په درېيو پرله پسې توپونو وسوځېدل او دافغانستان د ګټې چانس پاى ته ورسېد.
په وروستيو کې دولت ځدران ښه لوبه وکړه او د ا فغانستان د بريا چانس يې بيا تازه کړ، خو د يمين احمدزي په يوه اوور کې ددوو منډ، ترلاسه کولو سره دا چانس هم وسوځېد او دغه راز دا لوبه ايرلينډ د ١٢ منډو په توپير سره وګټله.
د ايرلينډ دغې بريا سره ددواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو لوبو دوه دوه مساوي شوه، لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن