کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو کرکټ ملي لوبـډله د يو لړ سياليو ترسره کولو په موخه کابل ته را ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په کوربه توب په کابل- الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او هندوستان معلوليت لرونکو ملي لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې د سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه به د روان زېږديز کال د جولای په ۲۲مه، دوهمه لوبه په ۲۳مه او وروستۍ لوبه به په ۲۵مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې معلوليت ناتواني نه ده او د افغانستان معلولیت لرونکي لوبغاړي په مېړانه د لوبېدو او د سياليو د ګټلو وړتيا لري.
د کرکټ بورډ د معلوليت لرونکو وګړو کرکټ مسوول ډاکټر عبدالمنان مسعود وايي: "د معلوليت لرونکو وګړو ملي لوبډله له بشپړ چمتووالي سره د سياليو تر درشله ځي. موږ باور لرو چې سيالۍ به په خپلې بريا سره پای ته ورسوو. "
د افغانستان د معلوليت لرونکو ملي لوبډلې لوبغاړی شفيق الله صميم له پژواک سره په خبرو کې له کرکټ بورډ ادارې مننه وکړه چې تل يې د دوى لپاره په کور دننه او له هېواده بهر سيالۍ برابرې کړې دي.
هغه زياته کړې: ((موږ په خورا لېوالتيا سره په کابل کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېدو ته شېبې شمارو.))
د يادونې ده، څه موده کې د افغانستان د معلوليت لرونکو لوبډلې هندوستان ته په دغه هېواد کې ماتې ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن