ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى

غني: حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى

author avatar
20 Jul 2016 - 18:34
غني: حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى
author avatar
20 Jul 2016 - 18:34

کابل(پژواک،٣٠چنګاښ٩٥): ولسمشر وايي چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او په همدې موخه دوه جلا کمېټې د امنیتي او مالي مسایلو د تامین په موخه جوړې شوې دي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د حراست او ثبات شورا له مشرتابه سره وکتل.

په دې ناسته کې عبدرب الرسول سیاف، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، محمد یونس قانوني، محمد عمر داودزي، عبدالهادي ارغندیوال، عبدالرحیم وردګ، زلمي رسول او صادق مدبر ترڅنګ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او يو شمير نورو کسانو ګډون کړى و.

په دې ناسته کې ولسمشر د هېواد له سیاسي قشر او ملي اجماع وغوښتل چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ نور هم زیات کړي.

غني وويل چې د افغانستان نړیوالو همکارانو او متحدینو د ملي یووالي حکومت د هڅو او کارونو په پایله کې د افغانستان حقانیت درک کړی او له همدې امله ټولو په یوه غږ په وارسا ناسته کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې په موخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

د هغه په وينا په وارسا ناسته کې له افغانستان څخه د نړیوالو هېوادونو ملاتړ د سیمې لپاره دا واضح سیاسي پیغام درلود چې نړۍ د افغانستان د برحقه دریځ ملاتړ کوي او تر منځمهاله مودې پورې به د ترهګري ضد ګډه مبارزه کې د افغانستان تر څنګ واوسي.

هغه زياته کړه: (( باعزته او پایداره سوله زموږ اساسي موخه او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او په دې برخه کې موږ تېر کال ډېرې هلې ځلې وکړې، خو هغوی د سولې پرځای د جګړې لاره اختیار کړه.))

دغه راز غني وويل: (( طالبانو ته  زموږ پیغام دادی چې موږ د سولې لپاره له قوي موقف څخه خبرې کوو او وایوو چې د جګړې پرځای دې د سولې او مذاکرې لاره غوره کړي، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه څوک په زور او جنګ نشي ماتولی.))

ولسمشر وايي چې تيرکال يې ډيره پاملرنه د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ته وه خو تر دې وروسته به د مهمو موضوعاتو په اړه له ملي شخصيتونو او بنسټونو سره مشورتي ناستې کوي.

دغه راز په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر د خبرو په تائید وویل، د افغانستان خلکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او دولت نړۍ ته دا ثابته کړه، چې د خپل هېواد د دفاع او ابادۍ ټینګه اراده لري.

عبدالله وویل، چې د دیموکراتیکو اصولو په اساس بېلابېل ګوندونو، جوړښتونو او  بنسټونو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وي خو د دې ټولو سره سره د ملي مسایلو په اړه د ټولو خواو تر منځ اجماع او د نظر يوالى شتون لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.