ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې له ښځو سره تاوتريخوالى زيات شوى

په غور کې له ښځو سره تاوتريخوالى زيات شوى

author avatar
20 Jul 2016 - 13:54
په غور کې له ښځو سره تاوتريخوالى زيات شوى
author avatar
20 Jul 2016 - 13:54

فيروزکوه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د غور ولايت د ښځو چارو مشره وايي چې په دغه ولايت کې ٩٥ سلنه ښځې ټولنيز عدالت ته لاسرسى نه لري، د دې تر څنګ د ځايي ادارې له خوا له ښځو سره د تاوتريخالي قضيو نه څېړل او د ځايي ادارې نه پاملرنه د ورته قضيو د ډېرښت لامل شوې.

د غور د ښځو چارو مشره معصومه انوري ادعا کوي چې په تېرو کلونو کې په غور کې له ښځو سره د تاوتريخوالي يو عامل هم نه نيول شوى او نه قانون پرې پلى شوى دى.

هغې زياته کړه چې په تېرو کلونو په ځانګړي ډول وروستي يوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه کې د پام وړ لوړ والى راغلى دى.

مېرمن انوري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په تېر يوه کال کې په غور ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتې پېښې شوې له سنګسار، په ډزو وژل، قتل، سوځول او په درو وهل په کې شامل دي  چې د رخشانې په نوم د يوې نجلۍ سنګسار او د عزيز ګل په ډزو وژنه يې بېلګې دي او دولت تر اوسه هم د يادو قضيو عاملين نه دي نيولي.

١٩ کلنه رخشانه د خپل خوښې خلاف يوه ٤٥ کلن شپانه ته په نکاح شوې وه، د واده په څلورمه ورځ د تېر کال په ليندۍ مياشت کې سنګسار شوه او هغه هلک چې دا ورسره تښتېدلې وه، له سل درو وهلو وروسته خوشي شو.

عزيزه ګل هم يوه بله نجلۍ وه چې نږدې يوه مياشت وړاندې د غور ولايت دم رکز په ١٥ کيلومترۍ کې د خپلو خپلوانو لخوا اعدام شوه.

د غور د ښځو چارو مشرې وويل: ((د ځايي ادارې دا بې غوري او بې مسووليتي زموږ د ناهيلۍ سبب شوې، مدني ټولنې او خلک د حکومت پر کړنو بې باوره شوي، کله چې د ښځو سره د تاوتريخوالي قضيې نه څېړل کېږي، دا کار د تاوتريخوالي عاملينو لا زيات  جرات ورکوي.))

هغه د دغه وضعيت په اړه د  سختې اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې اوس اوس يوه ١٤ کلنه نجلۍ چې زهرا نومېږي او دوه کاله وړاندې د خپل پلار د دويمې ښځې ( ميرې) وراره ته واده شوې وه، د کورني تاوتريخوالي په سبب مړه شوې ده.

هغه همدارنګه وويل چې د زهرا يوه بله خور د خپلې ميرې وراره ته په زور نکاح شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دې نجلۍ (١٤ کلنې زهرا) خاوند چې د دغه تاوتريخوالي اصلي عامل دى، تر اوسه نه دى نيول شوى او په قضيه کې يې يو شمېر زورواکي لاسوهنه کوي.

معصومي انوري وويل چې د غور ٩٥ سلنه ښځې عدالت ته لاس سي نه لري، له خپلو شرعي او قانوني حقونو محرومې دي، له دوى سره چلند ډېر له تبعيض نه ډک دى، له ښځو سره د ټولنې د دويم جنس په توګه چلند کېږي.

هغه زياته کړه، دا ستونزې د دې سبب شوې چې نن د غور ولايت ګڼې نجونې ښوونځي او کار ته د تګ له حق نه محرومې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.