ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د اوسني سنتي او دوديز اداري سيسټم او د برېښنايي حکومتوالۍ لرليد څرګند نه دى

څېړنه: د اوسني سنتي او دوديز اداري سيسټم او د برېښنايي حکومتوالۍ لرليد څرګند نه دى

author avatar
20 Jul 2016 - 19:36
څېړنه: د اوسني سنتي او دوديز اداري سيسټم او د برېښنايي حکومتوالۍ لرليد څرګند نه دى
author avatar
20 Jul 2016 - 19:36

کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٥): افغانستان ته په وروستيو پنځلسو کلونو کې د ملياردونو ډالرو په مرستو راتلو سره بيا هم د ډېرى دولتي ادارو اداري سيسټم دوديزه او سنتي بڼه لري او خلک هم په يادو ادارو کې د له کاغذپرانۍ، کاري ټکني توب او پراخه فساد سر ټکوي.

پژواک خبري اژانس د مثال په ډول د احوال او نفوسو د ثبت، د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو رياستونه او د پوهنې وزارت چې ډېر مراجعين لري، څېړنه کړې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې د اداري سيسټم د پياوړي کولو په برخه کې د بنسټيزو کارونو نه ترسره کېدل، د خلکو د سرګردانۍ، پراخه اداري فساد او د کارونو د ټکني کېدو لامل شوي او پر دې سربېره د اوسنيو موجوده اسنادو له منځه تلو او ورته د زيان اوښتو خطر هم موجود دى.

د احوال او نفوسو د ثبت رياست

د احوال او نفوسو د ثبت مرکزي اداره، چې د هېوادوالو هويت په اړه ټول شخصي معلومات پکې ثبت کېږي، په کابل کې موقعيت لري. دغه اداره د هغو بنسټونو له ډلې ده، چې تر اوسه پورې پکې د اداري سيسټم د کمپيوټري کولو په موخه هيڅ ګام نه دى پورته شوى او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو شخصي معلومات پکې په دريو کاغذي پاڼو کې چې په ولسواليو، مرکزونو او کابل کې وي؛ ساتل کېږي.

په دې وروستيو کې د هېوادوالو له لوري د پاسپورټونو ترلاسه کولو هلې ځلې او د احوالو او نفوسو د ثبت مرکزي ادارې له لوري د هويت تذکرو تاييد ته د اړتيا له مخې، د يادې ادارې د مراجعينو شمېر د پام وړ لوړ شوى دى او هر ورځ سلګونه کسان په اوږدو کتارونو کې يادې ادارې ته مراجعه کوي او انتظار باسي.

کابل کې د يادې ادارې يوه مامور وويل، د يو شمېر ولايتونو په ځانګړي ډول سويل ولايتونو ځينو اوسېدونکو اسناد د جګړو، نه لاسرسي او په ښه توګه د نه خونديتوب له امله سوځول شوي او يا هم په جدي توګه ورته زيان اوښتى او هڅه کېږي، څو هغو مراجعينو ته چې په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ د کابل  د پاڼو له مخې لاسرسى وشي.

د نوې تذکرې ورکړه، د عکس لګول، د تذکرې تاييد، تصحيح او د نوم او عمر بدلون، د کار او مدني حالت اضافه کول، د واده نه وروسته د معلوماتو ثبت او دغه راز د بهرنيو وګړو د نوم ثبت د يادې ادارې له عمده فعاليتونو څخه بلل کېږي.

د احوال او نفوسو د ثبت ادارې عمومي مشر نوراحمد غفوري پژواک ته وويل، چې اوسمهال له ١٨ زره زيات کتابونه (اساس) چې د هېوادوالو هويت پکې ثبت شوى په کابل کې په څلورو بېلابېلو ارشيفونو کې په سنتي (کاغذي) ډول ساتل کېږي.

نوموړي له يادو اسنادو څخه ګټې اخيستو او د ساتنې ستونزو ته په اشارې سره وويل: "موږ همېشه په دې اړه اندېښمن يو چې دغه اسناد له منځه ولاړ نشي او وکولى شو چې ويې ساتو."

د يادې ادارې عمومي رييس څرګنده کړه، چې دغه اسناد د وخت په تېرېدو سره زاړه شوي او ډېره ګټه هم نه ترې پورته کېږي او تر دې چې د اړينو امکاناتو د نشتون په صورت کې د دوى ساتنه ستونزې راولاړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.