ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  امريکا او پاکستان پوځي مشرانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د امريکا او پاکستان پوځي مشرانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
21 Jul 2016 - 10:42
د  امريکا او پاکستان پوځي مشرانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
21 Jul 2016 - 10:42

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د افغان سولې  په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ لخوا د چنګاښ په ٣١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو قوماندان جنرال جان نېکولسن پرون پاکستان ته د سفر پر مهال په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکز کې له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره وليدل.

سرچينې زياته کړې  چې ددې ليدنې پر مهال دواړو پوځي مشرانو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دوى د سيمې او افغانستان پر امنيت، سرحدي ستونزو او د افغانستان د سولې پر موضوع هم بحث وکړ.

دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستيو کې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي.

د امريکا د کانګرېس ځينو غړو له خپل حکومته غوښتي  چې پر پاکستان اقتصادي او پوځي بندېزونه ولګوي او دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې راولي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.