ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مجاهدينو پر وړاندې د منفي تبليغاتو د مخنيوي غوښتنه وشوه

د مجاهدينو پر وړاندې د منفي تبليغاتو د مخنيوي غوښتنه وشوه

author avatar
21 Jul 2016 - 15:38
د مجاهدينو پر وړاندې د منفي تبليغاتو د مخنيوي غوښتنه وشوه
author avatar
21 Jul 2016 - 15:38

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د کابل ولايت د مجاهدينو ټولنيزې شورا د شوروي اتحاد پر وړاندې د ترسره شوي سپېڅلي جهاد د نوم ژوندي ساتلو او د مجاهدينو پر وړاندې د منفي تبليغاتو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د چنګاښ په ۳۱مه د کابل د ګڼو ولسواليو د سلګونو مجاهدينو په ګډون د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک کلي کې جوړه شوې وه، ګډونوالو يې د هېواد پر روان امنيتي وضعيت هم اندېښنه وښوده.‌

د يادې شورا مشر قوماندان حشمت الله عمري وويل چې د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدلي ټول مجاهدين حق لري چې له خپل ترسره کړي جهاده دفاع او په دغه شان غونډو کې د هېواد د روښانه راتلونکي په موخه مشورې ترسره کړي.‌

هغه زياته کړه: ((موږ او تاسو ته لازمه ده چې د جهاد ارزښتونه ژوندي وساتو.))

قوماندان عمري وويل چې د هېواد اوسني حالت ته په کتلو بايد ټول افغانان په خپلو کې يو موټی شي چې افغانستان د يوې ښې راتلونکې خاوند شي.‌

نوموړي زياته کړه: ((د افغانانو اوسنۍ درد شریک دی او د دغه درد دوا يواځې په يووالي، د يو بل د بښنې او په ريښتينې توګه د وطن په خدمت کې ده.))

هغه دا هم وويل چې اوسمهال د هغو مجاهدينو پر وړاندې چې د شوروي اتحاد پر وړاندې يې پر حقه مبارزه کړې، يو شمېر کړۍ منفي تبليغات کوي چې له قانوني لارو يې بايد مخه ونيول شي.

د يادونې ده، په دې غونډه کې د کابل د بګرامیو، ده سبز، سروبي، موسهي، چهار اسياب، فرزې، خاکجبار او يو شمېر نورو ولسواليو مجاهدينو ګډون درلود.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.