ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار پوهنتون د غنمو د توليد ملي طرحه جوړه کړې

ننګرهار پوهنتون د غنمو د توليد ملي طرحه جوړه کړې

author avatar
21 Jul 2016 - 14:03
ننګرهار پوهنتون د غنمو د توليد ملي طرحه جوړه کړې
author avatar
21 Jul 2016 - 14:03

جلال اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۵): د ننګرهار پوهنتون يوه استاد د غنمو د توليد ملي طرحه جوړ کړې چې په پلي کېدو به يې افغانستان د غنمو د توليد له اړخه پر ځان بسیا شي.

دا طرحه په پنځه کلونو کې تطبيقېږي او ډېر ژر به کرنې وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د پلي کېدو په موخه وړاندې شي.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل او د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی سيداجان عتيق عبدياني د چنګاښ په ۳۱مه د خبري کنفرانس پر مهال د دې طرحې جزئيات شريک کړل.

عبديانی وايي، دا طرحه نږدې ټولو ولايتونو کې د څېړنو پر مهال جوړه شوې چې پر تطبيق به يې يو عشاريه درې ميليارده ډالر لګښت راشي چې ۳۳۰ ميليونه به يې خصوصي سکټور او ولسي خلک ورکړي.

پوهندوی عبدياني زياتوي: ((افغانستان په کال کې ۵عشاريه درې ميليونه ټنه غنم توليدوي، خو اړتيا تر دې ډېره لوړه ده، که زموږ طرحه پلي شي له کورنۍ اړتيا به ۲۰۰ زره ټنه زيات غنم توليد ولرو.))

نوموړي يادونه وکړه، په دې طرحه کې د اوبو خور سيتسم رغول، د سېلوګانو او ګودامونو جوړول او د اصلاح شوو تخمنو کارول شامل دي.

عبديانی وايي: ((بدبختانه زموږ بزګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خپل حاصلات نه شي ساتلی، تخمونه يې نه دي اصلاح او حاصلات يې په کمه بيه پلورل کېږي.))

د ده په وينا، په افغانستان کې د موسم ښه والی او خرابوالی د غنمو پر حاصل مستقيمه اغېزه لري خو د دې طرحې په پلي کېدو به د افغانستان د غنمو حاصلات دايمي ثبات ولري.

هغه وايي: ((موږ په خپله طرحه کې نورې سپارښتنې هم لرو، د وسله وال ځواک لپاره په کې د کوفون يادونه هم شوې ده، چې حکومت به يې هره مياشت ورکوي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې بزګزو ته سپارښتنه وکړه، څو په پنځو کلونو کې د خپلو غنمو تخمونه بدل کړي څو حاصلات يې ښه شي.

بلخوا د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل وويل، دا طرحه به له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه شي او د پلي کېدو لپاره به يې هڅي وشي.

مياخېل وويل، د ننګرهار پوهنتون په بېلابېلو پوهنځيو کې دا او ورته نورې څېړنې شوي دي چې وخت ناوخت به يې د پلي کېدو لپاره اقدام وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.