ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندي لوبډلمشر: موږ لوبو لپاره نه، بلکې د افغانانو زړونو ګټلو لپاره راغلي يو

هندي لوبډلمشر: موږ لوبو لپاره نه، بلکې د افغانانو زړونو ګټلو لپاره راغلي يو

author avatar
21 Jul 2016 - 15:34
هندي لوبډلمشر: موږ لوبو لپاره نه، بلکې د افغانانو زړونو ګټلو لپاره راغلي يو
author avatar
21 Jul 2016 - 15:34

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو فدراسيون مسوولين وايي چې له افغانستان سره په سيالۍ نړيوالو ته مثبت پيغام ورکول کېږي.

د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو کرکټ ملي لوبـډله پرون د دريو شل اووريزو سياليو لپاره کابل ته راغلې ده.

د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو فدراسيون او د لوبډلې کپتان د چنګاښ په ٣١مه د افغانستان کرکټ بورډ په ریاست کې له افغاني مسوولينو سره په يوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان کرکت بورډ مشر نسيم الله دانش وويل چې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه کړي دي، د نورو برخو تر څنګ  کرکټ  هم ډېرې لاسته راوړنې لري.

هغه زياته کړه، دا لومړۍ بهرنۍ لوبډله ده چې افغانستان ته راځي، دا څرګندوي کوي چې په افغانستان کې حالات او امنيت ښه شوى دى.

دانش وايي: ((دا زموږ او د هندوستان د دوستۍ او ملګرتيا او ښو اړيکو  بېلګه ده. زه د هندوستان لوبډلې ته هرکلى وايم او له دوى مننه کوم چې زموږ بلنه يې ومنله.))

د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو فدراسيون  سکرتر جنرال  روي چوهان  د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولينو او افغانانو مننه وکړه چې د دوى دروند هرکلى او درناوى يې ورکړ.

هغه زياته کړه: ((موږ ته ډېر دروند هرکلى وويل شو، زموږ ډېر عزت وشو، موږ له افغانانو ډېره مننه کوو.))

د نوموړي په وينا،  دا سيالۍ تاريخ جوړوونکې دي، دې سياليو سره د سيمې هېوادونو او نړيوالو ته يو مثبت پيغام ورکول کېږي.

ده زياته کړه: ((موږ به په اينده کې هم راځو، او راتلونکي کې به نورې لوبې هم کوو.))

د افغانستان د معلوليت لرونکو لوبډلې لوبډل مشر نبي الله نبيل  له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې دا سيالۍ او نورې اسانتياوې يې برابرې کړې دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دواړو لوبډلو تر منځ به ښې لوبې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.