ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د بټي کوټ لپاره د طالبانو د ولسوال  مرستيال ونيول شو

چارواکي : د بټي کوټ لپاره د طالبانو د ولسوال مرستيال ونيول شو

author avatar
21 Jul 2016 - 17:32
چارواکي : د بټي کوټ لپاره د طالبانو د ولسوال  مرستيال ونيول شو
author avatar
21 Jul 2016 - 17:32

جلال اباد(پژواک،۳۱ چنګاښ ۹۵): چارواکی وايي، د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال ولسوال رحمت الله  ونيول شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د رحمت الله په نامه د وسله والو طالبان دا چارواکی نن د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوی دی.

د والي د وياند په خبره، دا طالب مشر د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د سراچې سيمې اوسېدونکی دی، چې د بهسودو، اچين، بټي کوټ او ورڅېرمه ولسواليو په ډېرو تخريبي فعاليتونو کې لاس لري.

خوږياڼي د نيول شوي کس د نيول کېدو د دقيق څای په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو دا يادونه يې وکړه، چې په ننګرهار ولايت کې نيول شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخکې چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې يې يو تن د موټرو د غلا په تور نيولی دی.

د چنګاښ په ۳۱مه، د ننګرهار د رسنيو له دفتر په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د مصطفی په نامه دا کس د شلو موټرو د غلا کولو په تور نيول شوی او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.

د سرچينې په حواله، نيول شوي کس په ښار او ورڅېرمه سيمو کې موټرې غلا کولې.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي اوميد ساپي پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په ښار کې د غلاوو پېښې ډېرې شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ښار کې له خلکو موبايلونه او کمپوټرې تښتول کېږي او د موټرو غلاوې هم شته دي، چې حکومت ورته بايد پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.