جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٥): د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د داعش ١٧ وسله وال وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې راغلې چې د زمري په لومړۍ نېټه د ننګرهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په سنګوري او خرشه سيمه کې پر داعش وسله والو عمليات کړي دي.
سرچينه ليکي چې په دغو عملياتو کې د داعش ١٧ وسله وال وژل شوي او د مخابرې يوه دستګاه يې هم له منځه تللې ده.
د سرچينې په حواله په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش وسله والو تر اوسه د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، اچين د ننګرهار له نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ نښتې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن