کندوز (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٥): د کندوز د خلکو استازي په دغه ولايت کې د نا امنيو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وايي که چېرې وضعيت په دغه شان دوام ومومي نو یو ځل بيا به دغه ولایت سقوط وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ ونيوه او اوسمهال په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده.
په مشرانو جرګه کې د کندوز د خلکو استازي او د دې جرګې منشي عبدالله قرلق وويل چې قلعه ذال ولسوالۍ د حکومتي چارواکو د نه پاملرنې له امله سقوط شوه.
هغه دا هم وويل چې اوسمهال په دشت ارچي کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده او طالبانو د دې ولسوالۍ ډېرې برخې هم نيولې دي.
ده وويل چې اوس د کندوز اقتاش، ګلباد او ګورتېپه ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس کې دي.
هغه وويل: ((حکومت د کندوز ولايت امنيت ته پاملرنه نه کوي او همدغه نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د کندوز اويا سلنه خاوره طالبان ونيسي او که ډېر ژر اړينه پاملرنه ونه شي دغه ولايت بيا سقوط کوي.))
د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وويل چې په حکومت کې دننه يو شمېر کړۍ شته چې غواړي يو ځل بيا د کندوز پېښه تکرار شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په امام صاحب، خان اباد، دشت ارچي او ځينو نورو سيمو کې امنيتي ستونزې له حده ډېرې دي او که د نا امنيو مخه ونه نيول شي، نو د کندوز ښار سقوط کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ له حکومته غواړو چې هر څه ژر په کندوز کې د نا امنيو مخه ونيسي، په دې ولايت کې د طالبانو د ځپلو لپاره دې هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي.))
هغه وويل که امنيتي چارواکي د کندوز د نا امنيو د مخنيوي لپاره لاس په کار نه شي، د دغه ولايت خلک به د نه خوړو پر اعتصاب او لويو لاريونونو لاس پورې کړي.
په دې ناسته کې د کندوز د ولايتي شورا مرستيال توريالي کاکړ وويل: ((د کندوز د سقوط پر مهال د دغه ولايت خلکو خپله ټوله دارايي له لاسه ورکړه خو حکومت ورته هېڅ برنامه نه لري.))
ده هم وويل چې په کندوز کې نا امني له حده ډېره شوې او بايد حکومت ورته جدي پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن