ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په شل اووره لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په شل اووره لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

author avatar
23 Jul 2016 - 15:37
افغانستان د کرکټ په شل اووره لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه
author avatar
23 Jul 2016 - 15:37

کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): د افغانستان د معلوليت لرونکو کرکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې هندۍ لوبډلې ته  د کرکټ په شل اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه.

د هندوستان د معلوليت لرونکو کرکټ ملي لوبډلې د دوستۍ جام شل اوريزو سياليو ترسره کولو په موخه کابل ته راغلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د کابل په الکوزي کرکټ نړيوال لوبغالي کې د دواړو لوبډلو تر منځ دويمه شل اووريزه لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه هندوستان وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هوتک وايي چې د افغانستان معلوليت لرونکو لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يې د ١٦٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري عبيدالله اکبري ٦٣ او طفيل دستوخېل ٣٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ وياند وويل چې د هندوستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او لوبډله يې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د پنځو منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري طفيل دستوخېل دوه، عبدالله جبارخېل، جميل شاه او عبدالله لېوال يو يو لوبغاړى وسوځول.

د افغانستان عبيدالله اکبري د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې ده، د هندوستان لوبډلې پرون په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.