ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت سبا د ملي ماتم ورځ اعلان کړه

حکومت سبا د ملي ماتم ورځ اعلان کړه

author avatar
23 Jul 2016 - 20:26
حکومت سبا د ملي ماتم ورځ اعلان کړه
author avatar
23 Jul 2016 - 20:26

کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٥): ولسمشر د کابل د نننۍ پېښې له امله سبا د ملي ماتم ورځ اعلان کړه او د پېښې د څېړلو لپاره يو کميسيون ټاکلى دى.

نن له غرمې وروسته شاوخوا ٢:٣٠ بجې د کابل ښار د درېمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ څلورلاره کې د "جنبش روشنايي" لاريون په منځ کې چاودنې وشوې، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې لږ تر لږه اتيا کسان وژل شوي او ٢٣١ ژوبل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماښام په ارګ کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې په خپل پيغام کې وويل، چې د يادې پېښې انتقام به اخلي.

ده زياته کړه، د لوى څارنوال په مشرۍ يې يو کمسيون ټاکلى، ترڅو ياده موضوع په هر اړخيزه توګه وڅېړي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې چې هر څوک مقصر وګڼل شي، سزا به ورکړل شي.

وسله والو طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره په دې چاودنو کې لاس لرل رد کړي، خو داعش ډلې ته منسوب په يوې وېبپاڼې کې ويلي، د داعش دوو ځانمرګو بريدکوونکو د دهمزنګ په لاريون کوونکو کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.