ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ((روشنايي جنبش)) لاريون پيل شو

د ((روشنايي جنبش)) لاريون پيل شو

author avatar
23 Jul 2016 - 10:38
د ((روشنايي جنبش)) لاريون پيل شو
author avatar
23 Jul 2016 - 10:38

کابل  (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): په کابل کې د ترکمنستان د ٥٠٠ کيلو ولټه برېښنا د مسير د بدلون په اړه د جنبش روشنايي په نوم  لاريون  په کابل کې پيل شو.

دغه لاريون نن سهار  د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند له "مصلى  مزاري" نه پيل شو، لاريون کوونکو د ((عدالت، عدالت، همصدا شويد تا رها شويد، ټوټاب زموږ حق دى، مرګ په تبعيض او روښنايي زنده باد)) شعارونو سره د ښار مرکز ته روان وو.

د پژواک خبريال د لاريون له ځايه په خپل راپور کې وويل چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړى دى.

د محمد داوود په نامه يوه لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې لاريون يې موخه دا ده چې د ترکمنستان برېښنا دې له باميان- ميدان وردګو له مسيره تېره شي.

هغه وويل: ((لاريونونه په يوه قوم پورې اړوند نه دي او بنسټيزه موخه يې عدالت غوښتنه ده.))

هغه زياته کړه چې په دغه لاريون کې بېلابېل کسان ګډون کوي او د ټولو موخه عدالت غوښتنه  او متوازنه پراختيا ده.

دا په داسې حال ده چې د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش له خلکو غوښتي چې د يو شمېر کسانو په چيغو او هياهوى تېر نه وځي او په ارامۍ سړې وينې سره له هر ډول غير اړين لاريون او حرکت نه ډډه وکړي او په شوي تفاهم باور ولري.

د ويلو ده چې په کابل ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي  او د ترافيکو پر وړاندې د  يو شمېر واټونه د کانټينرونو په اېښودلو سره لارې بندې شوې او په ښار کې زرګونه امنيتي سرتېري ليدل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.