کندهار (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): د کندهار والي وايي، په دغه ولايت کې د ٤٦ پرمختيايي پروژو چارې روانې دي چې د ډېرو خلکو په ژوند کې به ورسره بدلون او اسانتياوې راشي.
د کندهار والي ډاکټر همايو عزيزي دغه څرګندونې نن (د زمري ٢مه) د کندهار ښار د احمدشاهي جادې د رغونې د چارو د پرانيستې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، دا مهال په کندهار ښار کې ٢٢ او په ولسواليو کې ٢٤ د بيا رغونې پروژې روانې دي.
په دغو پروژو کې چې په کندهار ښار کې تر کار لاندې دي د احمد شاهي جادې او باى پاس سړک د جوړولو تر څنګ د يو شمېر نورو سړکونو، د مېوې د يوه لوى مارکېټ، پليو لارو، چريو، استنادي دېوالونو، ټرافيکي برېښنايي نښو او نورو جوړول شامل دي او دغه راز په ولسواليو کې بيا د روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو د ودانيو، استنادي دېوالونو، بندونو او کانالونو د جوړولو چارې روانې دي.
د ده په خبره، د دغو پروژو له ډلې نن د کندهار ښار د احمد شاهي جادې د دويم پړاو چارې پيل کېږي چې د استملاک چارې يې تېر کال بشپړې شوې دي.
د احمد شاهي جادې د پراخوالي پلان شاوخوا څلوېښت کلونه مخکې د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى و، خو تېرو حکومتونو يې د عملي کېدو لپاره اقدام و نه کړ.
دغه جاده چې ٢،٥ کيلومتره اوږدوالى لري د ٧٤ متره په اندازه پراخېږي چې په جوړېدو سره يې د ټرافيکي او امنيتي پېښو ګراف ټيټېږي او تر څنګ يې د ښار ښکلا هم ورسره زياتېږي.
والي وويل، د دې پروژې د دويم پړاو کار چې د ٨٠ سانتي مترو په اندازه خامه کاري او اړوندې نورې چارې په کې شاملې دي تر راتلونکو څلورو مياشتو بشپړېږي چې وروسته به يې د سفالټ چارې پيل شي.
د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل وويل چې د يادې شوې پروژې د دويم پړاو پر چارو ٣٤ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، له دې وروسته به يې د درېيم پړاو کارونه چې د چريو او پلي لارو جوړول دي پيل شي، چې ١٩ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او څلورم پړاو يې د سفالټ دى چې هغه به هم پر خپل وخت پيل شي.
ښاروال دغه راز يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې د هېواد په کچه د کندهار ښاروالۍ کارون او چارې ښې ارزول شوي، چې په همدې بنسټ ورته د ولسمشر له خوا ٥٠٠ زره ډالر تشويقي بوديجه ورکړل شوې ده.
ده وويل دغه پيسې به په ښار کې په بېړنيو اړتياوو لکه پليو لارو، چريو، پارکونو او نورو د اړتيا وړ پروژو ولګول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن