ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د طالبانو د مرستیال والي جنازه کې د نښتې په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي

پروان کې د طالبانو د مرستیال والي جنازه کې د نښتې په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي

author avatar
23 Jul 2016 - 15:45
پروان کې د طالبانو د مرستیال والي جنازه کې د نښتې په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي
author avatar
23 Jul 2016 - 15:45

چاريکار (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د پروان لپاره د طالبانو د مرستيال والي په جنازه کې تر نښتې وروسته چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ١٥ تنه نيولي دي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پروان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي مرستيال والي مولوي عبدالشکور تېره پنجشنبې د دغه ولايت د سيدخېلو ولسوالۍ په انچو سيمه کې هغه مهال له خپلو دريو ملګرو سره ووژل شو چې تر پلچک لاندې يې ماين ځاى پر ځاى کاوه او خپل ماين پرې وچاودېد.

هغه وويل چې په دې چاودنه کې پنځه طالبان ټپيان شول او پنځه واړه امنيتي ځواکونو نيولي دي.

مموزى وايي چې مولوي عبدالشکور تېره ورځ  په انچو سيمه کې خاورو ته وسپارل شو؛ ځکه چې د همدې سيمې اوسېدونکى و.

د ده په وينا، د عبدالشکور د خاورو ته سپارلو پر مهال ځينو کسانو د دولت ضد څرګندونې وکړې چې په مراسمو کې د حاضرو نورو کسانو له غبرګون سره مخ شوي او په پايله کې وسله واله نښته رامنځته شوه.

دى وايي چې په دې نښته کې د مولوي عبدالشکور له کسانو څخه دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه وويل چې په همدې تړاو نن امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې ١٥ تنه نيولي او پلټنې ترې روانې دي.

خو د سيمې يو اوسېدونکى عبدالبصير وايي چې د تېرې ورځې په ياده نښته کې د مولوي عبدالشکور له کسانو څخه دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او د سيمې له دولت پلوه کسانو څخه شپږ تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي د جنازې په يادو مراسمو کې نښته نه ده شوى.

 هغه ادعا کوي چې پوليسو د جمعې په  ورځ په ياده سيمه کې د طالبانو د يو تن د جنازې پر مراسمو  ډزې کړي چې په پايله کې يې شپږ تنه  ملکي کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

هغه وايي کله چې راټول شويو خلکو غبرګون وښود، دولتي لوري شل تنه ونيول او له ځان سره يې بوتلل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.