ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر لسو ورځو پورې په غونډو او لاريونونو بنديز ولګىېد

تر لسو ورځو پورې په غونډو او لاريونونو بنديز ولګىېد

author avatar
24 Jul 2016 - 10:20
تر لسو ورځو پورې په غونډو او لاريونونو بنديز ولګىېد
author avatar
24 Jul 2016 - 10:20

 کابل(پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت او دکابل ګارنيزيون قوماندانۍ  اعلان کړى چې سر له نن ورځې څخه تر لسو ورځو پورې هېڅوک او هېڅ کومه ډله د غونډو او لاريونونو د جوړولو اجازه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار دهمزنګ سيمه کې د جنبش روشنايي په نوم لاريون کې د دوو ځانمرګو بريدونو له امله ٨٠ کسان ووژل شول او ٢٣١ ټپيان شول.

ددې بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى او په همدې مناسبت نن په هېواد کې ملي ماتم اعلان شوى دى.

د کابل ګارنيزيون او کورنيو چارو وزارت په ابلاغيه کې له هېوادوالو غوښتنه شوې چې د خپلو هېوادوالو او عامه نظم د ساتنې لپاره له دولت سره همکاري وکړي.

 سرچينه زياتوي:((د افغان دولت مشرتابه د قانون پر وړاندې د يوه مسوول او د خپلو وګړو حقونو ساتنې د يوه ژمن دولت په توګه د پېښې ټپيانو ته د روغتيا او شهيدانو لوړ مقام ته د درناوي ترڅنګ هېوادوال خبروي چې د غونډو، لاريونونو او اعتصابونو قانون د پنځمې، شپږمې او ١٤مې مادې موادو، همدرانګه د پوليسو قانون د پنځمې او لسمې مادې د موادو او د مدني او سياسي حقونو د نړيوال تړون د ٢٢ مې مادې د موادو له مخې، ددې ابلاغيې له اعلان څخه تر لسو ورځو پورې د غونډو او لاريونونو جوړول منع شوي دي.))

سرچينه ليکي چې افغان دولت د اساسي قانون، د نړيوالو قوانينو او د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د افغانستان د خلکو له حقونو او ازاديو ملاتړ کوي او ځان ددې ازاديو په ساتنه کې مکلف بولي.

 ابلاغيه زياتوي چې افغان دولت د خلکو د امنيت او خونيدتوب لپاره چمتو والى لري، د تېرې ورځې په لاريون کې يې هم د لاريون کوونکو د خونديتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخيستى، خو ( د افغانستان د خلکو دښمنانو) له کوچنيو تشو او حساسو موقعيتونو کار اخيستى، (ترهګريز او جنايت کارانه) اعمال يې ترسره کړل چې غميزه يې رامنځته کړه او يو شمېر هېوادوالو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.