کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د پرونۍ پېښې د وژل شويو کسانو د نوم او ياد ژوندي ساتلو په موخه، دهمزنګ چوک د شهيدانو په نوم ونوماوه.
تېره ورځ د کابل ښار په دهمزنګ څلورلاره کې د "جنبش روشنايي" لاريون په منځ کې چاودنې وشوې، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې لږ تر لږه اتيا کسان وژل شوي او ٢٣١ ژوبل شوي دي. داعش وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت منلى دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان خلکو له اوږدو کلونو را په دې خوا په ډیموکراتیکو ارزښتونو او اساسي قانون ولاړ نظام د رامنځته کولو لپاره مبارزه او هلې ځلې کړې دي.
سرچينه کاږي، د هېواد تاریخ د ازادۍ او عدالت غوښتنې د لارې د رښتینو مبارزینو د روښانه کارنامو شاهد دی. په دغه لار کې د دې خاورې ښځو او نارینه وو خپل ځانونه نذرانه کړي، ترڅو د ولسواکۍ نیالګی غښتلی او بارداره شي.
سرچينه زياتوي، اشرف غني د هغو وژل شويو کسانو په درناوي او د هغوی د نوم او یاد ژوندي ساتلو په خاطر چې د داعش ډلې ترهګريز برید پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړ، دهمزنګ چوک د شهیدانو په نوم ونوماوه، ترڅو راتلونکي نسلونه پوه شي چې زموږ هېوادوالو ډیموکراسي او ولسواکي په څومره بیه ترلاسه کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې ده، چې د شهیدانو چوک په نوم د دهمزنګ چوک د نومولو برخه کې اقدام وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن