ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل پر والي بريد وشو

د زابل پر والي بريد وشو

author avatar
24 Jul 2016 - 11:28
د زابل پر والي بريد وشو
author avatar
24 Jul 2016 - 11:28

کلات (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د زابل پر والي بسم الله افغانمل شاه جوى ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وسله وال بريد شوى دى.

د والي وياند  ګل اسلام سيال د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي نن سهار له يوه پلاوي سره شاه جوى ولسوالۍ ته سفر درلود.

هغه زياته کړه چې د شاه جوى ولسوالۍ د تازي په سيمه کې وسله وال  مخالفين  ورته کمين کې ناست و  چې د سپکو او درندو وسلو بريد يې پرې وکړ.

د سيال په وينا، د والي پر موټر  مرمۍ لګېدلي خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

د کندهار د ملي تلوېزيون خبريال يعقوب شرافت چې له والي سره يې سفر درلود، پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د تازي په سيمه کې د والي پر کاروان بريد کړى دى.

ده زياته کړه چې د دې بريد له امله د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې او امنيتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو يوې بلې سرچينې وويل چې تر اوسه په دې جګړه کې يو پوليس ټپي شوى دى. 

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې د زابل والي پر کاروان يې بريد کړى، چې د هغه درې ساتونکي يې ژوبل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.