ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قلعه زال اوسېدونکي د اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

د قلعه زال اوسېدونکي د اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

author avatar
24 Jul 2016 - 15:15
د قلعه زال اوسېدونکي د اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي
author avatar
24 Jul 2016 - 15:15

 کندوز ښار(پژواک،٣ زمرى ٩٥): د کندوز ولايت مسوولين او مدني فعالان وايي چې ددې ولايت قعله زال ولسوالي له څو ورځو راهيسې د  وسله والو مخالفينو په واک کې ده او ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ دي.

د کندوز ولايتي شورا غړي صفي الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې وسله وال مخالفين د يو بريد له لارې وتوانيدل چې قلعۀ زال ولسوالي ونيسي او دمګړۍ امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ له ودانۍ څخه د ابدان دښتې ته شاتګ کړى او د اقتپه سيمې بازار او نښلوونکې لارې تړل شوې دي.

 هغه وويل :" اقتپه سيمه کې چاڼيز عمليات نه دي پيل شوي او خلک له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او دولت تر دې دمه هېڅ راز عمليات نه دي پيل کړي، د قلعۀ زال ولسوالۍ له تېرو څلور ورځو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده."

د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دمګړۍ د دې ولايت نورې برخې هم له ګواښ سره مخ دي او که د دولت له لوري کلک تدابير و نه نيول شي، ښايي طالبان د خپل نفوذ ساحه نوره هم پراخه کړي.

کندوز کې مدني فعال عنايت الله خليق حکومت تورن کړ چې د خلکو له پرله پسې غوښتنو سره سره يې مرستندويه ځواکونه سيمې ته نه دي استولي او په قلعۀ زال ولسوالۍ کې د شته ځواکونو پياوړي کولو غوښتنه يې هم له پامه غورځولې ده.

 نوموړي زياته کړه :" د قلعۀ زال ولسوالي لاهم د دولت د مخالفينو لاس کې ده او تر دې وړاندې د کندوز مدني ټولنې څوځله اندېښنه ښودلې وه؛ خو چارواکو تر ډېر د ښار مرکز ته پام وراړولى و او ولسواليو ته توجه نه کوي."

هغه زياته کړه :" موږ د قلعۀ زال اوسېدونکي د وضعيت په اړه کلکه اندېښنه لرو؛ هغوى د اوبو او خوړو له کمښت سره مخ دي."

د کندوز ولايت د مدني ټولنې ياد غړي وويل چې د کندوز يو شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

 د کندوز ولايت اوسېدونکي تاج الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو د قلعۀ زال ولسوالۍ نيولې ده او د اقتپه خلک له ډېر ناوړه وضعيت سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه :" د قلعۀ زال اوسېدونکي خواړه نه لري او له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې د قلعۀ زال خلکو وضعيت ته پام وکړي.

خو د کندوز د والي وياند سيدمحمود دانش وويل :" هيڅ ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې نه ده، د قلعۀ زال ولسوالي هم د دولت په ولکه کې ده او له څلورو ورځو راهيسې د ارچي او قلعۀ زال ولسواليو کې پراخ عمليات پيل شوي چې وسله والو مخالفينو ته تر دې دمه درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."

 هغه زياته کړه :" د قلعۀ زال نښلوونکې لارې خلاصې دي او د خلکو پر وړاندې هېڅ ستونزه شتون نه لري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.