ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ځينې دولتي ادارې د برېښنا شرکت پور وړې دي

د لوګر ځينې دولتي ادارې د برېښنا شرکت پور وړې دي

author avatar
24 Jul 2016 - 15:23
د لوګر ځينې دولتي ادارې د برېښنا شرکت پور وړې دي
author avatar
24 Jul 2016 - 15:23

پل علم (پژواک، ۳ زمری ۹۵): په لوګر کې د برېښنا شرکت چارواکي وايي، ځينې دولتي ادارې د برېښنا د لګښت له امله يوولس ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

په لوګر کې د برېښنا شرکت رييس نورالدین ستانکزي د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام، د استيناف محکمه، د ملي امنيت رياست او يو شمېر نورې ادارې د برېښنا د لګښت له امله، يوولس ميليونه افغانۍ له تېر يوه کال راهيسې د دې شرکت پوروړې دي.

ده زياته کړه: ((زموږ اداره یو تصدي ده، د خپلو کارکوونکو معاشونه، د جنراتورونو تېل او د ادارې نورې اړتیاوې له خپلو عوایدو څخه ورکوو، خو دا چې ځینې دولتي ادارې مو په میاشتو پیسې نه راکوي، دا کار موږ له ستونزو سره مخامخ کوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د برېښنا شرکت په دې ولايت کې د دولتي ادارو ترڅنګ ١٧سوه کورنيو او سوداګريز ساحو ته برېښنا ورکړې ده.

ستانکزی وایي: ((زموږ د هر کیلو واټ برېښنا بیه د دولتي ادارو لپاره ۴۵ افغانۍ او  د تجارتي ساحو او هټۍ والو لپاره ۳۴ افغانۍ او د کورنیو لپاره ۲۵ افغانۍ ټاکل شوې چې د ورځې او شپې له مخې ورته دوولس ساعته برېښنا ورکول کېږي.))

د ده په وينا، له پوروړو ادارو څخه يې څو ځلې په مکتوبي ډول د پيسو د تحويلولو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

هغه زياته کړه، يواځې د ولايت مقام د برېښنا ادارې پنځه ميليونه افغانۍ پوروړى دى.

نوموړي له پوروړو ادارو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر خپلې پيسې تحويل  کړي، که نه د برېښنا شرکت به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل، د ولايت مقام او ځينې نورې ادارې د برېښنا د شرکت پوروړې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په دې پور منکر نه يو او نه هم د برېښنا له شرکت سره زور زياتى کوو، خو دا پيسې پخوانۍ دي او په وخت سره به ورکول شي.))

صالح وايي، په لوګر کې د برېښنا رياست له لوري دولتي ادارو ته برېښنا په لوړه بيه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د ولايت مقام او نورو رياستونو ته د برېښنا د لګښت لپاره کمې پيسې ورکول کېږي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل: ((موږ ته په درېيو مياشتو کې د برېښنا لپاره ٣٠زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي، په داسې حال کې چې موږ په درېيو مياشتو کې ٣٥٠زره افغانۍ لګښت کړى دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.