ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميوند قول اردو قوماندان: پر دښمن رحم مه کوئ

د ميوند قول اردو قوماندان: پر دښمن رحم مه کوئ

author avatar
24 Jul 2016 - 17:32
د ميوند قول اردو قوماندان: پر دښمن رحم مه کوئ
author avatar
24 Jul 2016 - 17:32

لښکرګاه(پژواک،٣زمرى۹۵): په هلمند کې د ميوند قول اردو  چارواکي وايي چې په تېرو شپږ مياشتو کې وسله والو مخالفينو سره له دې چې پرمختګ يې نه دى کړى د عملياتو پرمهال ځپل شوي هم دي.

دغه څرګندونې په هلمند ولايت کې د ميوند قول اردو قوماندان جنرال محمد معين فقير د زمري په درېيمه له دې قول اردو څخه د سلګونو تنو د فراغت په غونډه کې وکړې.

فقير وويل چې د ميوند قول اردو د تشکيل ستونزې د حل په حال کې دي او په تېرو شپږ مياشتو کې وسله والو مخالفينو په دې ولايت کې هيڅ پرمختګ نه دى کړى.

هغه زياته کړه: (( له يوې خوا يې پرمختګ نه دى کړى او له بل پلوه په ځمکني او هوايي بريدونو کې ځپل شوي هم دي.))

د قول اردو قوماندان نويو فارغ شويو سرتيرو ته ډاډ ورکړ چې د جګړې پرمهال به وسلې او تجهيزات ورته رسول کيږي او تنخوا به يې هم په خپل وخت ورکول شي.

ده وويل: (( ډير ژر به ستاسو د پښو غږ دښمن واوري، پرهغوی به رحم نه کوئ، تر هغو چې له تاسو سره جګړه کوي، ځکه تاسو په حق یاست، په چا مو تجاوز نه دی کړی او د خپل وطن ساتنه کوئ.))

هغه ډاډ ورکړ چې په دې وروستيو کې په هلمند کې امنيتي حالات مخ په ښه کېدو دي.

په ياده غونده کې د ميوند قول اردو د روزنيز مرکز مشر ډګروال شاه ولي ځاځي وويل چې له دوه نيمو مياشتو زده کړو وروسته نن له دې مرکز څخه ١٢ سوه تنه فارغ شول.

هغه وويل چې په دې موده کې يادو سرتېرو او افسرانو ته د مسلکي او عملياتي زده کړو ترڅنګ له خلکو سره د چلند په اړه هم زده کړې ورکول شوې دي.

د ځاځي د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې له دې مرکز څخه پنځه ځلې زده کوونکي فارغ شوي او اوس عملا د امنيت په ټينګښت بوخت دي.

نوي فارغ شوي سرتېري عباس پژواک ته وويل: (( زه له زده کړو خوښ يم ما دلته ډير نوي شيان زده کړل او هیڅ کله به د هیواد دښمنانو ته ددې فرصت ورنه کړم چې خپلو موخو ته ورسيږي.))

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.