ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر لاريون بريد په پراخه کچه وغندل شو

د کابل پر لاريون بريد په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
24 Jul 2016 - 12:36
د کابل پر لاريون بريد په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
24 Jul 2016 - 12:36

کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٥):  په کابل کې د لاريون کوونکو په منځ کې ترسره شوي ځانمرګي بريدونه په پراخه کچه وغندل شول.

پرون د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ((جنبش روشنايي)) د لاريون کوونکو په منځ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي  او ٢٣١ نور  ټپيان  دي.

داعش وسله والې ډلې ددې بريد مسووليت منلى دى.

دغو کسانو د خپلې پخوانۍ غوښتنې لپاره چې د برېښنا د توتاپ پروژه دې د باميانو ولايت له لارې تېره شي، لاريون  وکړ.

د ولسمشر اشرف غني او  اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون، امريکا، ناټو، ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال ياد بريد غندلى او زياته کړې يې ده چې په دې بريد کې لاس لرونکي بايد محکمې ته راکش کړاى شي.

هغه زياته کړې : (( موږ په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ  يو او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کوو. ))

دغه راز د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ هم ياد بريد غندلى او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم ياد بريد غندلى او دا يې نه بښونکى جنايت بللى دى.

هغه زياته کړې : (( زه پر دې پېښې سخت دردېدلى يم.))

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداماچي ياماماتو هم دغه بريد غندلى او د قربانيانو له کورنيو سره يې ځان په غم کې شريک ګڼلى دى.

بلخوا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين ولسمشر اشرف غني ته په يوه رالېږلي پيغام کې ياد بريد په کلکه غندلى او ويلي يې دي چې روسيه تياره ده د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره مرستې زياتې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.