کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): په کابل کې د لاريون کوونکو په منځ کې ترسره شوي ځانمرګي بريدونه په پراخه کچه وغندل شول.
پرون د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ((جنبش روشنايي)) د لاريون کوونکو په منځ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣١ نور ټپيان دي.
داعش وسله والې ډلې ددې بريد مسووليت منلى دى.
دغو کسانو د خپلې پخوانۍ غوښتنې لپاره چې د برېښنا د توتاپ پروژه دې د باميانو ولايت له لارې تېره شي، لاريون وکړ.
د ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون، امريکا، ناټو، ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال ياد بريد غندلى او زياته کړې يې ده چې په دې بريد کې لاس لرونکي بايد محکمې ته راکش کړاى شي.
هغه زياته کړې : (( موږ په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کوو. ))
دغه راز د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ هم ياد بريد غندلى او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.
د يو بل خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم ياد بريد غندلى او دا يې نه بښونکى جنايت بللى دى.
هغه زياته کړې : (( زه پر دې پېښې سخت دردېدلى يم.))
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداماچي ياماماتو هم دغه بريد غندلى او د قربانيانو له کورنيو سره يې ځان په غم کې شريک ګڼلى دى.
بلخوا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين ولسمشر اشرف غني ته په يوه رالېږلي پيغام کې ياد بريد په کلکه غندلى او ويلي يې دي چې روسيه تياره ده د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره مرستې زياتې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن