کابل (پژواک ٣ زمرى ٩٥): د ولسمشرۍ غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا په کابل کې د پروني بريد په اړه د تېرې ځانګړې غونډې د لارښوونو د اجرااتو د تعقيب لپاره غونډه وکړه.
تېره ورځ د کابل ښار په دهمزنګ څلورلاره کې د "جنبش روشنايي" لاريون په منځ کې چاودنې وشوې، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې لږ تر لږه اتيا کسان وژل شوي او ٢٣١ ژوبل شوي دي. داعش وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت منلى دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې غونډه کې د ملي امنیت شورا یو ځل بیا دغه ترهګريز برید په کلکو ټکو وغانده، د وژل شويو کسانو لپاره یې د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه.
ملي امنیت شورا د ټپیانو د درملنې، د دغې پېښې د وژل شويو کسانو د تدفین او د قربانيانو له کورنیو سره د مرستې په هکله يې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې په دې برخه کې له ټولو دولتي امکاناتو کار واخلي.
د خبرپاڼې په حواله، په غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د کابل، هلمند، اروزګان، کندهار، کندوز، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان او غور ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.
سرچينه کاږي، ملي امنیت شورا د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له مېړانې او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او ارامښت د ساتلو په برخه کې یې ترسره کړي، مننه وکړه او د دغو نه ستړي کېدونکو ځواکونو د هڅو د دوام لپاره یې امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او په ټول هېواد کې د امنیت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن