ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: د يوناما راپور ثابتوي چې افغانان د تپل شوي جنګ اصلي قربانيان دي

ارګ: د يوناما راپور ثابتوي چې افغانان د تپل شوي جنګ اصلي قربانيان دي

author avatar
25 Jul 2016 - 19:43
ارګ: د يوناما راپور ثابتوي چې افغانان د تپل شوي جنګ اصلي قربانيان دي
author avatar
25 Jul 2016 - 19:43

کابل (پژواک ٤ زمرى ٩٥): د افغانستان دولت د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما راپور په هکله وايي، دا راپور ثابتوي چې افغانان د هغه جنګ اصلي قربانیان دي چې پر موږ تپل شوی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وروستى يو راپور په ډاګه کوي چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٦٠١ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٥٦٥ نور ټپيان شوي چې وسله وال مخالفين یې د ډېرې مرګ ژوبلې رامنځته کېدو مسوول دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه دفتر  وروستی راپور مطالعه کړ او لاندې موارد د یادونې وړ بولي.

سرچينه کاږي، د افغانستان دولت هم د مسوولو بنسټونو له لارې د ملکي وګړو د ساتنې  د وضعیت څرنګوالی تر څارنې لاندې نیسي او د تلفاتو زیاتېدو په ځانګړي ډول د ماشومانو د تلفاتو په اړه اندېښمن دی.

سرچينه زياتوي، د یوناما راپور یو ځل بیا ثابتوي چې افغانان، د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغه جنګ اصلي قربانیان دي چې پر موږ تپل شوی دی. همدارنګه دا راپور ثابتوي چې خلکو ته په پراخه توګه د زیان اړولو اصلي عامل طالبان او نورې ترهګريزې ډلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان او نورې تروریستي ډلې په پرله پسې او قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي او له دې لارې په څرګنده توګه بشردوستانه بین المللي قوانین تر پښو لاندې کوي او د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو مرتکب کېږي. د دغو جنایتونو وروستۍ بېلګې په ننګرهار کې د بټي کوټ او کابل کې د دهمزنګ پېښې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان دولت د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې د هېواد اساسي قانون او بشردوستانه بین المللي قوانینو په اساس، خپلو ټولو مکلفیتونو ته ژمن دی او د هغو تطبیق د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو یوه نه بېلېدونکې برخه جوړوي.

د خبرپاڼې په حواله، دولت په پوره جدیت سره د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکړی دی، چې ملي او بین المللي قوانینو ته له خپلو مکلفیتونو سره سم دې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه خپل لومړيتوب وګڼي.  

ولسمشر اشرف غني نن په دې اړه ويلي: "د افغانستان خلک او تاریخ  به د تروریستانو دغه جنایتونه هېڅکله هېر نه کړي، زموږ ژمنه دا ده چې د دغو جنایتونو عاملین به محاکمې ته راکاږو او عدالت به تامینوو."

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له بده مرغه د ملکي وګړو یوه برخه تلفات له دې امله دي، طالبان او نورې ترهګريزې ډلې چې کله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په نښه کېږي، له ملکي وګړو او استوګنې سیمو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي، خو له دې سره سره د افغانستان دولت، په بشپړه توګه ژمن دی که په کومو مواردو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بي پروایي له امله ملکي تلفات رامنځته شوي وي، هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي او هغوی تر څېړنې لاندې ونیسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.