ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په درقد کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تخار په درقد کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jul 2016 - 11:20
د تخار په درقد کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Jul 2016 - 11:20

تالقان (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه او تر نن سهار پنځو بجو پورې يې ادامه درلوده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې پنځه طالبان او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او اته طالبان او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي نصرالدين هم پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ وقفه يي نښتې روانې دي.

هغه زياته کړه: ((بېګاه طالبانو ماتې خوړلې خو اوس په نورخېل او بصيرخېلو سيمه کې بېرته د ځان په تجهيزولو بوخت دي او غواړي چې بيا حمله وکړي.))

د نصرالدين په وينا، که د دې ولسوالۍ لپاره جدي امنيتي تدابير ونه نيول شي نو ډېر ژر به دا ولسوالۍ يو ځل بيا طالبان ونيسي.

وسله والو طالبانو تېر کال د يوې مياشتې لپاره د درقد ولسوالۍ نيولې وه.

دغه راز د عامه نظم رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د درقد په جګړه کې درې طالبان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په وژل شوو کې د درقد لپاره د طالبانو پوځي مسوول عصمت الله هم شامل دى.

ده وويل چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تيمور دا هم وويل چې تېره شپه په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې دوه طالبان وژل شوي او درې طالبان او درې امنيتي سرتېري ټپيان دي.

وسله وال طالبان هم د درقد نښتې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې تېره شپه طالبانو د درقد ولسوالۍ په قره تپه سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته نيولې ده او دوه پوليس یې وژلي دي.

مجاهد په دې نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې او د خواجه غار ولسوالۍ د نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيرکال د دريو ورځو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.