ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دهمزنګ پيښېه توجیه نه لري دا ټولو افغانانو ګډ غم دی

د دهمزنګ پيښېه توجیه نه لري دا ټولو افغانانو ګډ غم دی

author avatar
25 Jul 2016 - 21:46
د دهمزنګ پيښېه توجیه نه لري دا ټولو افغانانو ګډ غم دی
author avatar
25 Jul 2016 - 21:46

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۵): د هیواد د بېلا بېلو سیمو د مدني ټولنې غړي وایي، چې د کابل د دهمزنګ پيښه توجیه نه لري او دا د ټولو افغانانو ګډ غم دی.

دوه ورځې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د جنش روشنایي پر لاریون کوونکو ځانمرګي بریدونه شوي وو، چې په ترڅ کې یې ۸۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ژوبل شوي دي.

داعش ډلې ددې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی او ولسمشر اشرف غني ددې پيښې د څرنګوالي معلومولو په پيښه یو پلاوي ته دنده سپارلې ده.

د افغانستان د بیلابیلو سیمو د مدني ټولنې غړو، چې پکې تاجک، ازبک، هزاره او پښتانه شامل وو،  د زمري په ۴مه، په کابل کې په یوه خبري غونډه کې یاده پيښه په کلکه وغندله.

د مدني ټولنې غړي جاوید غفور وویل، چې داعش ډله افغانان د مذهب ، قوم او سمت له مخې وویشي.

هغه زیاته کړه : (( یو شمیر کړۍ غواړي افغانان هم په قومونو او مذهبونو وویشي، خو دا ارمان به یې کله هم پوره نه شي.))

د غفور په وینا، د دهمزنګ، شاه شهید، د پکتیکا د یحی خېلو ، د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ پيښې په هیڅ قانون، اسلام  او افغانستان کولتورکې  توجیه نه لري او دغندلو دي.

نوموړي پر ولس غږ وکړ، چې راویښ شي ، د سیاسي سوداګرو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره وسیله نه شي او ددوی د ګټو لپاره دې  خپله وینه تویه نه کړي.

جاوید غفور له حکومت څخه وغوښتل، چې دا سیاسي سوداګر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د لوی کندهار  د قومي شورا غړي سناتورامان الله عظیمي وویل، چې د دهمزنګ پيښه د ټولوشریک غم دی، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغانان وویشي

د لوی هرات د مدني فعاله ترنم سعیدي وویل، چې ټول افغانان یو ولس او ملت دی او هیڅوک یې بېلولی نه شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.