ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا قومي مشران د دودیزې لویې جرګې غوښتنه کوي

د پکتیا قومي مشران د دودیزې لویې جرګې غوښتنه کوي

author avatar
25 Jul 2016 - 14:51
د پکتیا قومي مشران د دودیزې لویې جرګې غوښتنه کوي
author avatar
25 Jul 2016 - 14:51

ګردېز (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د پکتيا سلګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې د حکومت پر ځينو کړنو نيوکه کړې او د حل لپاره يې د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

دغه غونډه د یاد ولايت د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ په مشرۍ نن (د زمري ۴مه) جوړه شوې وه چې د قومي مشرانو تر څنګ د ولایتي شورا او مدني ټولنو يو شمېر غړو هم  په کې برخه اخيستې وه.

د پکتيا  د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکني وويل: ((موږ دغه غونډه په دې موخه رابللې چې خلکو ته وښيو حکومت پر کومې خوا روان دی او د دې ستونزو د حل لپاره کومې چارې په ګډه ترسره کولای شو.))

هغه وايي چې د ملي يووالي حکومت تر جوړېدو وروسته امنيت حالات خراب شوي، په اداره کې نيم کسان ولسمشر او نيم کسان د اجرائيه رييس له لوري ټاکل کېږي او په دې برخه کې وړتياوې په پام کې نه نيول کيږي.

نوموړي وويل چې دې ستونزو ته په کتو سره ډېرى قومي مشران او خلک پر دې سلا شوي چې بايد يوه دوديزه لويه جرګه راوبلل شي تر څو دې ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

په دې غونډه کې قومي مشر پاچا خان ځدراڼ وويل له کومې ورځې چې د ملي يووالي حکومت  بنسټ اېښودل شوی له هماغې ورځې د حکومت ټولې چارې ګډوډې دي.

دی وايي، په هر وزارت، په هره اداره او په سفارتونو کې پنځوس- پنځوس سلنه خلک د ولسمشر او اجرائيه رياست له خوا معرفي کېږي.

نوموړي وويل چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې هم د داسې کسانو د ګومارلو هڅې روانې دي چې په راتلونکو ټاکنو ولسمشر او اجرائيه رييس لپاره کار وکړي.

پاچا خان ځدراڼ وويل: ((موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې يوه عنعنوي لويه جرګه راوبلي تر څو دغو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.))

خو د دې غونډې په اړه د سياسي چارو کارپوه نورمحمد پژواک ته وويل چې د دې ډول غونډو جوړېدل ګټور نه دي.

هغه وويل: ((د دې دورې کاري وخت نيمايي ته رسېدلی او له دې وروسته نوی سيستم جوړول به ډېر ستونزمن وي.))

نوموړی وايي، حکومت په لومړيو کې د کابينې په جوړولو او نورو کې يو لړ ستونزې لرلې خو اوس مهال په بهرني سياست کې او اقتصادي چارو کې ښه روان دی، بايد ملاتړ يې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.