ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې  ١٥ وسله وال  وژل شوي

سرپل کې ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
25 Jul 2016 - 17:41
سرپل کې  ١٥ وسله وال  وژل شوي
author avatar
25 Jul 2016 - 17:41

 سرپل (پژواک ٤ زمرى ٩٥): د سرپل امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په صياد ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د امنيتي ځواکونو په تازه نښته کې ١٥ طالبان وژل شوي او پنځوس نور ټپيان شوي دي.

 د سرپل امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى نن په يوه خبري ناسته کې وويل  چې دغه عمليات له فارياب ولايت سره د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ او د صياد ولسوالۍ ميرزا اولنګ کلي په برخو کې يو يرغليز بريد پيل کړ، خو پرون شپه د هېواد امنيتي ځواکونه طالبانو ته پر ماتې ورکولو بريالي شول.

 امنيه قوماندان زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او شا وخوا پنځوس نور ټپيان شوي دي.

 باقي زوى وويل چې د دوو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې او د سرپل امنيتي ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د يادې نښتې په پايله کې د طالبانو ډېر خوراکي او اکمالاتي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان چې په ياده نښته کې يې شتون درلود، له نوم اخيستو پرته وويل چې وسله والو طالبانو ماتې خوړلې، خو د هغوى د مرګ ژوبلې د کره شمېرو په اړه معلومات نه لري.

خو د صياد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال عنايت الله خان وويل چې د سرپل د امنيتي چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي.

 د هغه په وينا، په دغه نښته کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسله والو طالبانو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.